افغانستان

طالبانو کندهار کې امريکايي چورلکه را نسکوره کړې

نن ټکی آسیا: نن له غرمې وروسته د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو په ډزو یوه امریکايي چورلکه را نسکوره شوې ده.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي، چې د امریکايي ځواکونو اړوند هلیکوپتره نن غرمه مهال د کندهار ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ په شاوبا سیمه کې د دوی په ډزو را لوېدلي ده.

نوموړی زیاتوي،چې چورلکه د اور په لمبو کې په بشپړه توګه له منځه تللې او پکې سپاره کسان ټول ایرې شوي دي.
ویل کېږي، چې د هلیکوپترې له نسکورېدا وروسته سېمي ته امریکايي امبولانس چورلکې رسېدلي او د څو ساعتونو لپاره یې سیمه محاصره کړې او د چورلکې د لوېدو ځای ته یې څوک نه پريښودل.
طالب ویاند په داسې حال په کندهار کې د امریکايي چورلکې د ویشتلو خبر ورکوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار ښار په دننه کې د ولسمشر کرزي د راتګ لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، هټۍ بندي دي، لارې-کوڅې د ترافیکو پر مخ تړل شوي اودولتي او غیر دولتي مهمو ودانیو ته آن پلي ښاریان هم نه پریښودل کېږي.
کندهار ښاریان وايي،چې له څو ورځو راهیسې چې کندهار ته د ولسمشر د راتګ ګنګوسې خپرې شوې،دوی له سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي او امنیتي ځواکونه ورسره بې حده ناوړه چلند کوي او بې ځایه یې ځوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x