افغانستان

ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ يوولسمې ويالې اړوند سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې ده.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې ياده بې پيلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې او د بهسودو ولسوالۍ چارواکو د جلال اباد هوايي ډګر کې امريکايي پوځيانو ته سپارلې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار په ګډون د هېواد په ګڼو برخو کې د څارګرو الوتکو د نسکورېدو پېښې ډېرې کېږي او ډېری وخت طالبان وايي، چې دغه څارګرې الوتکې دوی نسکوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x