نړۍ

داعش په ایران کې د پنځو بریدګرو ویډیو خپره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د داعش خبري اژانس «اعماق» د هغو پنځو داعشي بریدګرو ویډیو خپره کړه چې دوه ورځې وړاندي يې د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مزارې بریدونه وکړه.

په ویډیو کې یو بریدګر خبري کوي او وايي چې په ایران کې د جهاد لپاره دا لومړی ټولۍ ده خو اخیره به نه وي. او زیاتوي چې «نور به شیعګان په ایران کې هم په امن نه وي، زمونږ عملیات به په ایران کې د جهاد پیل وي. شیعګان د یهودو اتباع دي ، مرګ یې هر ځای روا دی». په پيغام کې د ایران پر سني مسلمانانو غږ شوی چې د شیعه ګانو پر خلاف جهاد پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د ایران پر پارلمان او خمینی پر مزار برید کې ۱۷ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د ایران مذهبي او سیاسي چارواکو ددغه پيښې تر شا د سعودي او امریکا لاس وباله او د غچ اخیستلو ګواښ یې وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x