نړۍ

قطري چارواکي: ولس دې د هېڅ هېواد چارواکو او ولس ته سپکه ژبه نه کاروي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د قطر د دولتي رسنيو مرکز له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې د اسلامي دين احکامو ته په درناوي او د قطر ولس د اصيل فرهنګ له مخې بايد د ګاونډيو او مخالفو هېوادونو مشرانو او ولسونو له سپکاوي ځانونه وژغوري او بايد د خلکو د بدې ژبې او سپکاوي په ځواب کې د هغوی په څېر ژبه ونه کاروي.
د قطر حکومت له خپل ولسه غوښتي، چې په ټولنيزو شبکو، ليکنو او ويناوو کې د هېڅ مخالف پر وړاندې سپکه او تونده ژبه ونه کاروي، خپل نظر په حق او درناوي څرګند کړي او له هر ډول دښمنۍ او سپکې ژبې کارولو ځانونه وژغوري.
قطر په داسې حال کې له خپل ولسه د ارامه اوسېدو غوښتنه کړې، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له قطر سره دښمني خپل اولويت بللی، د قطر لسګونه موسسې، ديني عالمان او دولتي شخصيتونه يې د ترهګرو په لېست کې شامل کړي دي.
تېره ورځ د اماراتو لوی څارنوال حماد سیف الشمس ګواښ کړی و، که په متحده عربي اماراتو کې هر چا په ټولنیزو شبکو يا نورو مجلسونو کې له قطر سره خواخوږي وښوده، نو حکومت به يې پنځه لکه درهمه جريمه کړي او له درې تر پنځو کالو په بند به يې محکوم کړي.
قطر وايي، چې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی، ټولو خليجي او ګاونډيو هېوادونو سره د ورورۍ مساوي اړيکې غواړي، خو په خپلو چارو کې يې د نورو د مداخلو د نه زغملو ګواښ کړی دی.
قطري چارواکي وايي، چې د يو مسوول هېواد په توګه په سيمه کې فعال او رغنده رول ادا کوي او د سيمې له هېوادونو يې هم غوښتي، چې قطر سره د اړيکو او پرېکون په اړه د سعودي او اماراتو د اغېز پر ځای ځمکنيو حقايقو ته وګوري او خپله پرېکړه په خپله وکړي.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر له قطر سره هر ډول اړيکې پرېکړي، خو په ورته وخت کې ایران اعلان کړی، چې هر ډول خوراکي توکي به له ماليې پرته قطر ته ولېږي، ترکيې هم له قطر سره خپل ملاتړ اعلان کړی او قطر ته يې د پنځو زرو عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x