نادري ناولده

مېرمن؛چې د خاوند له جسد سره اوه کاله یو ځای پاتې شوه

نن ټکی آسیا: د جنوبي کوریا هېواد په  پلازمېنه سویل کې یوه داسې ښځه وموندل شوه، چې د خپل خاوند له مړینې وروسته اوه کاله د هغه له مړي سره یو ځای اوسېده.
د دې ښځې خاوند د سرطان ناروغۍ لرله او له همدې امله یې ساه ورکړې وه، خو ښځه خبریالان وايي،چې یادې میرمنې د خپل خاوند جسد خوندي ساتلی او له اوو کلونو ورسره خوا کې پاتې شوې.

یوه پولیس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د پټو معلوماتو پر بنسټ یې د دې ښځې په استوګنځي کې چې د پلازمېني په مربوطاتو کې موقعیت لري، دا مړی وموند. نوموړی زیاتوي،چې مړی پاک-سُتره ساتلی شوی او هېڅ داسې نښې-نښانې نشته چې د وښيي دې ښځې یا بل چا دې دا کس زندۍ کړی او یا د فشار او زور په وسیله وژلی وي، بلکي په مطلق ډول ویلای شي ،چې نوموړي په طبیعي مرګ مړ شوی.
ویل کېږي،چې دا ښځه ۴۷ کلنه ده،په مسلکي لحاظ درملپوهه ډاکتره (فارمسسټه) ده او د خپلو تجربو په مټ یې له ۲۰۰۷ کال راهیسې کله چې يې مېړه مړ شوی، هغه يې په خپل اپارتمان کې له ځانه سره ساتلی.
د یادونې وړ ده چې دا مړی دوې میاشتې وړاندې د جنوبي کوریا د پلازمېني د پولیسو لاس ته ورغلی؛ خو راپور یې ایله څلور ورځې وړاندې وای-ټي-این تلویزیوني شبکې خپور کړ.
راپور زیاتوي چې کونډه  شوې مېرمن تر تعقیب لاندې دي او په دې تړاو پلټنې پیل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x