نړۍ

نتنیاهو: د اسرائیل او سعودي تر منځ ایتلاف له مخکې موجود دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): له هغه راهیسي چې د سعودي په مشري امارات او نورو عربي هیوادونو د قطر پر ضد بندیزونه لګولي دی، د اسرائیل جګپوړي چارواکې خپله خوښي نه شي پټولای او اسرائیلي رسنۍ په منځني ختیځ کې دا یو ستر بدلون بولي.

د یوه امریکايي تلویزون سره د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مرکه کې وویل: «په منځني ختیځ کې د اسرائیلو موقف تغییر شوی، ځکه چې اوس عربي هیوادونه اسرائیل خپل دښمن نه بولي، بلکې د سخت دریځ اسلام پر ضد د یوه شریک هیواد په سترګه ورته ګوري، هغه که ایران، داعش او یا نور سني اسلامي ګوندونه وي».

کله چې د نوموړي څخه پوښتنه وشوه، مونږ اوریدلي تاسو د مصر سره اړیکې ډیرې ښې کړي دي، نوموړي وویل: هو. ورته جواب یې د اردن په اړه ورکړ، خو کله چې د سعودي په اړه وپوښتل شو، نوموړي وویل: «تبصره کول نه غواړم».

خبریالي ورته وویل، زه باید پوښتنه وکړم، ځکه چې دا پوښتنه په شدت سره مطرح ده، ایا اسرائیل او سعودي په منځني ختیځ کې د ایران پر ضد په ایتلاف کې دي؟ نتنیاهو وویل: د ایتلاف جوړولو اړتیا نشته، ایتلاف له مخکې موجود دی.

باید وویل شي چې د سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر پر ضد اقتصادي بندیزونه لګولي دي او دغه هیواد یې د تروریزم ملاتړی بللی دی ځکه چې په وینا یې په مصر کې د اخوان المسلمین او په فلسطین کې د حماس ډلې ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

مرگ بر ال سعود شغال زرد سعود

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x