افغانستان

ارګ سبا ته ماتم اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوست، هرات او کابل د پيښو قربانیانو ته د درناوی په خاطر سبا په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلانوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا ورځ به د ملي ماتم د لمانځلو په موخه پر حکومتي ادارو او بهرنیو سفارتونو د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

خبرپاڼې همداراز د افغانستان ولس ته بلنه ورکړې چې په جوماتونو کې دي ختمونه وکړي او د شهیدانو ارواحو ته یې ثوابونه ډالۍ کړي.

باید وویل شي چې د روژې میاشتې په پيل کې په خوست ولایت کې د کمپاین پر عسکرو چاودنه وشوه، چې له امله یې لسګونه عسکر ووژل شول.

بیا د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د یوه ټانکر په واسطه چاودنه وشوه، او د اشرف غني په وینا په دغه چاودنه کې ۱۵۰ سل تنه مړه او په سلګونو نور ټپیان شول.

بیا د تیرې جمعې په ورځ د بې امنیتیو د غندلو په موخه را وتلیو لاریون کوونکو باندي د ارګ ساتونکو ډزې وکړې، چې له امله یې ۸ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

په لاریون کې د وژل شویو کسانو څخه یو هم د پنجشېر ولایت د سناتور محمد عالم ایزدیار زوی وو چې وروسته یې په جنازه کې ۳ پر لپسې چاودنو د ځینو چارواکو په ګډون ۲۱ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان کړه.

بیا د تیرې سې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د تاریخي جامع جومات مخته چاودنه وشوه چې له امله یې شاوخوا لس تنه مړه او په لسګونو نور ټپيان شول.

که څه هم طالبانو د خوست ولایت چاودنې مسؤولیت په غاړه واخیست، خو په کابل او هرات کې چاودنې په کلکو ټکو وغندلې، د لاریون او جنازې پيښې يې د ګډحکومت خپلمنځي بدبینۍ وبللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x