نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (۳۶مه برخه)

 یوه ورځ یې د دهلیز په پنجرو کې تړلی و، نه پوهېږم چې څه یې کړی وو، یوازې تړل نه، بلکې سخت سخت یې وهلو هم، خو ده اخ هم نه کول، ټول ورته حیران وو، عادي انسان چې ډېر صبر وکړي، ډېر ځان ټینګ کړي، یو لسو پنځلسو وارونو ته به ځان ټینګ کړي، هغه هم داسې چې چېغې به نه وهي، که نه اخ او وای خو له هر چا نه غیر اختیاري کېږي، خو عثمان هېڅ نه کول، نه اخ، نه وای،. نه اختیاري او نه غیر اختیاري، د دهلیز پنجرې زمونږ دخونې په شپږ مترۍ اوه مترۍ کې وې، مونږ د خونې د وره له دریچې لیدلو، کارمندانو ظالمانو په سوکانو او لغتو وهلو، دی تړلی و، هېڅ غم یې نه و!

ما ویل که دا په رښتیا حکومت وای، په رښتیا د انسانانو له خوا اداره کېدی، ددې لیونیانو علاج به یې کړی وای، هم به یې دوی ته ګټه وه، او هم هغوی ته، دوی خو یې ګټه دا وه چې که په رښتیا یې عصبي تکلیف درلودی، روغ شوي به وو، دوی ته به یې حقیقت ویلی وای، او که یې ځان په لیونتوب وهلی وای، هم درک به یې لګېدلی وای!  که داسې لیونیان وای چې د روغېدو نه وای، نو بیا یې باید د لیونیانو ځای ته بیولي وای، علي آباد ته.

کله به که کوم بندي د دوی د قوانینو څه خلاف ورزي وکړه، لومړی خو به یې ښه ووهلو، بیا به یې له همدې دوو لیونیانو سره په خونه کې واچولو، د سروري له خونې دوه خونې را دې خوا په یوه خونه کې دوه کسانو په خپل منځ کې جګړه سره وکړه، یو د پکتیا و، لوړ دنګ تور بخون ځوان و، هغه بل د کندوز و، لنډی سور ځوانکی و، لنډی په کوماندو کې و، دومره ستر او لوی جرم یې کړی و، چې انسانیت ترې شرمېږي! په یوه وړه اته کلنه نجلۍ یې جنسي تیری کړی و! او دا بل پکتیاوال نه پوهېږم چې په څه جرم یې راوستلی و، په غالب ګومان د طالب په تور یې راوستلی و، پکتیاوال هسې کوچی سړی و، او دا بل بیا کراته باز و.

 پکتیاوال غریب یې خوږ کړی و، په مخ مخ یې په سوکانو وهلی و، مخ یې تک شین شوی و، جامې یې په وینو لړلې وې، خونه یې زمونږ خونې ته دمخامخ خونې تر څنګ وه، د درپ خرپ آواز راتلو، بیا وروسته یې سره را وایستل، هغه پکتیاوال یې ډېر خوږ کړی و، حمام ته یې بوتلو، مخ یې یو څه ووینځلو، نورې جامې خصوصا ګریوان یې له یوې مخې په وینو سور و! کله یې چې بیا خونې ته بوتلل، هلته لکه چې بیا سره اخته شول!
 آخر پایله دا شوه چې پکتیاوال یې د لیونیانو خونې ته ور دننه کړ! د هغه له یوې خوا مخ شین مین و، له بلې خوا یې جامې په وینو سرې وې، او له بلې خوا دوی ظالمانو د لیونیانو خونې ته بوتلو، ددې پر ځای چې هغه بل وحشي یې هلته بیولی وای، دا غریب یې بوتلو! د ټولو سخت زړه پرې خوږېدو! په ځانګړي ډول د پښتنو، دوی داسې انګیرله چې له پکتیاوال سره یې تبعیضي چلن وکړ! خو حقیقت الله ته معلوم و!

 ما ویل نور خو چې هر څه وي، دې وهل شوي کس ته خو د دا جامې ور بدلې کړې، دا په وینو لړلې جامې! او دا ټوکر ټوکر مخ! او بیا له لیونیانو سره په لنده خونه کې اچول! هغه غریب هم یوه و که دوه ورځې هملته له لیونیانو سره و، په یوه جلا کاسه کې به یې ډوډۍ ور کړه، نه یې توشکه ور کړې وه، نه بړستن او کمپله!

 دوه ورځې وروسته و که درې ورځې، د پایوازۍ ورځ وه، د پنجشنبې ورځ، زما هم پایواز راغلی و، کله چې د پایوازۍ ځای ته ورغلم، ډېر کسان ولاړ و، دا پکتیاوال هم ولاړ و، مخ یې تک شین و، ما هسې ورته وکتل، زړه مې ډېر پرې وخوږېد! خو هېڅ مې ورته ونه ویل، هسې تر تېر شوم! له ځان سره مې ویل چې که یې دا پایواز په دې شکل وګوري څه به وایي چې دا څه پرې شوي؟

 لومړی یې چې زه دې دهلیز ته راوستم، یوه ورځ چې حمامونو ته را ووتو، ګورم یو کاکه ځوان، لویې لویې سترګې، اوږده اوږده نري بریتونه، توره نرۍ ږیره، یو بل کس په شا کړی دی، او د ده پښې د شا له خوا ورپسې څښېږي! حیران شوم چې دا څه کیسه ده! هغه کس حمام ته ننویست، ور یې ور پسې بند کړ، هغه لږ وروسته ور و ډبولو، هغه ملګری یې ورغی، ور یې ورته خلاص کړ، د حمام په وره کې یې شا ور واړوله، هغه ور په شا شو، بېرته یې بوتلو! زما سخت زړه پرې وخوږېد! او دې ظالمانو ته حیران شوم، چې په دې کس تاسو اوس څه کوئ! هغه تر ملا ښکته فلج دی، په خپلو پښو تګ نشي کولی، آن حمام ته یې بل کس په شا وړي او راوړي، او تاسو دلته راوستی او بندي کړی مو دی! چې دا ګواکي طالب دی! دا که ټول سر تر پایه طالب شي څه به وکړي! لږ باید له عقل نه کار واخیستل شي! یقینا چې بالکل انسانیت ختم و!
خونې ته چې راغلم، هلته مې دا خبره یاده کړه، چې دا غریب یې په څه تور راوستی! دا اوس په دې څه کوي؟ ملګرو ته راته ویل چې دا کس د خوست ولایت اوسېدونکی دی، له مونږ سره په خونه کې د خوست اوسېدونکي وو، هغوی ویل چې دا ځوان دې ظالمانو داسې کړی، هغه جوړ او روغ و، په ریاست نود کې یې په پښو پښو ډېر وهلی، اوس یې پښو حرکت پرېښی، کار نه کوي، د ډېرو وهلو له لاسه تر ملا ښکته فلج شوی!
 تر اوسه پورې یې ملګري پایواز ته نه ور ولي، ځکه کور یې نه دی خبر چې د دوی زوی یې فلج کړی! بیا وروسته خبر شوم چې پایوازانو ته یې هغه د ګوډانو په بایسکل کې ور وستلی و، هغوی ته یې ويلي وو چې یو څه تکلیف ورته پیدا شوی، زر به ښه شي!

 دا اوس د بشر حقوق دي! یو انسان تر دې حده وهه چې فلج شي!! تر څو اعتراف وکړي! آفرین دې ځوان ته کړې چې ددې وحشیانو وهلو ته څه ډول ټینګ شوی و! پوه نشوم چې ده اقرار ورته کړی و که نه؟ که یې اقرار کړی هم وي، آیا دا ډول اقرار اخیستل قانوني حیثیت لرلی شي؟ په دې خو ټول قوانین متفق دي چې د وهلو ټکولو په نتیجه کې د بندي اقرار اعتبار نه لري! مګر دې ظالمانو نه آسماني قانون ته اهمیت ور کولو او نه وضعي قوانینو ته! او نه یې اوس ورکوي!

 له همدې وجې ډېرو بندیانو په درواغو په ځانونو جرمونه منل، ځکه که یې نه منلی داسې به یې کول لکه دا خوستی ځوان، له مونږ سره یو ملګری و، ده خپله د خپلې دوسیې په اړه راته ویل چې ما خو ځان په جنجال کې واچولو، ماویل ولې؟ وايې په درواغو مې اقرار وکړ! په ځان مې دوه فدایان ومنل! ما دوه فدایان د کابل ښار ته راوستلي! ما ویل نو ولې؟ وايې وهلم یې! داسې یې ووهلم، چې نور مې د وهلو توان نه درلود، لاسونه او پښې یې راښکاره کړې، له دوه میاشتو وروسته یې هم په پښو او لاسونو کې د کړیو او پيپونو نښې نښانې له ورایه ښکارېدې!
 ما ته یې څو څو ځله قسم په الله وکړ چې هېڅ مې نه دي کړي، د طالبانو د تېر حکومت پر مهال له طالبانو سره وم، مګر اوس خپل شخصي کارو بار کوم، له طالبانو سره کار لرم، او نه کار ور سره کوم، او دوی ته مې په تحقیق کې هم وویل چې مامخکې له طالبانو سره کار کړی، مګر اوس خپل کار وبار کوم، او دی په دې خبره کې ريښتینی و، ځکه کله چې زه را خلاص شوم، بیا مې ددغه کس له نېږدې دوستانو نه پوښتنه وکړه، هغوی را ته وویل چې رښتیا یې ویلي، دا کس اوس له طالبانو سره کار نه کوي! خپل شخصي کار کوي! نور ډېر دا ډول کسان وو چې د پیپونو په زور یې په درواغو اقرارونه کړي وو.

زه په پوره باور سره ویلی شم، دا کوم کسان چې د کابل امنیت یې تصویرونه او ویډیوګانې خپروي چې دا دي په خپله یې اعتراف کړی، له یوې مخې سوچه درواغ دي! وهلو ته څوک ټینګېدای شي ،او که ورته ټينګ شي هم حال به یې د هغه خوستوال په څېر وي، یا به یې پښې فلجېږي، یا به یې ګوردې ختمېږي، یا به یې اعصاب خرابېږي! یا به یې د ملا تېر ماتېږي!

د ظالمانو په وحشي زندانونو کې دوه حالته وو، یو دا چې ځان جوړ او روغ ترې را وباسې، په دې حال کې به ټول هغه څه وايې چې دوی يې در نه غواړي، او یا به ځان دعمر عیبي کوي، او دا په هغه صورت کې چې د دوی خبرې ونه منې! هلته به بیا پیپ منې! او دا بیا دهر چا تر چالاکۍ او بیدارۍ پورې اړه لري چې په څه ډول له دې ظالمانو څخه ځان خلاص کړي!

تر ټولو ښه لار لکه په مخکې برخو کې چې هم ما یاده کړه، دا ده چې نه یو مخ انکار وشي، او نه هر څه ورته وویل شي، بلکې مهم مهم معلومات ورته ونه ویل شي، او ځینې غیر مهم معلومات ور ته وویل شي، په دې توګه که څه هم چې یو څه وهل به وي، خو ډېر نه، خو ګټه یې دا ده چې یو خو د دښمن لاس ته مهم معلومات نه ورځي، او بل دا چې بندي له زیات قید نه ژغورل کېږي!
 که یو مخ انکار وشي، دوی یې نه مني، بیا پیپ را اخلي، وهل او دربول شروع کوي، ځکه خو ښه دا ده چې یو څه په ځان ومنل شي، او د هر څه په اړه معلومات ور کول خو نه شرعا جواز لري او نه عقلا…. نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x