افغانستان

طالبان: پاشلی حکومت د بهرنیو سفارتونو په ملاتړ یو بل ګواښي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): طالبانو د ګډحکومت د چارواکو تر منځ وروستیو اختلافونو او په کابل کې د اعتراضونو په اړه ویلي چې دواړه لوري یو د بل سره دښمنانه چلند کوي او دواړې غاړي یو بل ته د سفارتونو د ملاتړ باټي ولي.

د طالبانو پر وېب پاڼه الاماره باندي په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ګډحکومت معترض چارواکي ادعا کوي چې د نیمايي سفارتونو ملاتړ له ځانه سره لري خو بلمقابل اشرف غني او انډیوالان یې د نورو نیمايي سفارتونو پر «ټونګه» تر خپلې چوکۍ نه تیریږي.

تېره ورځ د امریکا سفیر د معترضینو په حق کې حکومت ته وویل چې ددوی غوښتنو باندي باید غور وشي او پر دیموکراتیک عمل باندي د ډزو کوونکو په اړه دي پلټنې وشي، چې د طالبانو په وینا شمالي ټلواله او جمعیت ګروپ دغه د ځان لپاره نیک او مخالفینو لپاره بد فال بولي. «ځکه چې د دوی تر منځ د عدالت او انصاف ټولې کیلیانې د همدې ځواکمن سړي په لاس کې دي، بریا به د هغه چا وي چې امریکایې سفیر یې ملاتړی شو.».

د طالبانو په تبصره کې د کابل د خلکو پر ژوند تاسف ښودل شوی او ویل شوی چې د همدې چارواکو له لاسه د هغوی ژوند له ناوړه حالت سره مخ دی، د فساد، ظلم، بې عدالتۍ او بېکارۍ څخه کړېدلی ولس اوس هیواد پرېښودلو ته مجبوریږي.

په پای کې تبصره کاږي چې په اوسنۍ ملوک الطوایفي شړېدلي نظام کې نااهله او فاسد چارواکې د پیسو او چوکۍ لپاره د ملت تر ټولو محارمو تیریږي او هیواد ته هیڅ هم نه شي ورکولای.

باید وویل شي چې د جمعیت ګوند چې مشري يې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د بلخ والي عطا نور کوي، د ګډحکومت څخه د امنیتي مسؤولینو ګوښه کېدل غواړي او د کابل معترضین بیا د اشرف غني او ډاکټر عبدالله پر ضد شعارونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x