د نن سرلیکنه

د سلواغې شپږ ویشتمه د نجات او ویاړونو ورځ- سرمقاله

نن ټکی آسیا- سرمقاله: د ۱۳۶۷ کال د دلوې (سلواغې) د میاشتې ۲۶ ورځ زمونږ د تاریخي هیواد له ویاړمنو ورځوڅخه یوه مهمه تاریخي ورځ ده .

په دې تاریخي ورځ کې د سره پوځ مغرور یرغلګر په ځړیدلیو اورمیږونو له افغانستانه وتښتیدل.

په دې ورځ کې له نړۍ څخه د نړیخور کمونیزم د وحشت د واکمنۍ کمبله په ټولیدو شوه.

په دې ورځ کې د کمونیزم تر واکمنۍ لاندې د محکومو ولسونو د آزادي او خپلواکي نغاره وډنګول شوه

په دې ورځ کې د اتلو افغانانو د اسلامي جهاد او یونیم ملیون شهیدانو د سرو وینوله برکته د سرې امپراتورۍ تر استعمار لاندې محکومو ولسونوته د نجات زیری ورکړل شو ….

دا ورځ د افغانانو د ویاړونو او حماسو ورځ ده ، په دې ورځ کې یواځې افغانان نه، بلکې د افغانانو د شهامت ، جهاد او قربانیو له برکته د شوروي تر استعمار لاندې ټولو محکومو ولسونو دآزادي او خپلواکي نوی ژوند پیل کړی …

دا چې دا ویاړمنه ورځ د افغانستان د مسلمان ولس د شهادتونو، جراحتونو،اسارتونو ، هجرتونو او ډیروکړا وونو محصول ده ، نو په کار وه چې له هغې را وروسته ځوریدلیو افغانانو د خپلې ګټلې آزادۍ په سیوري کې د آرامۍ، هوسايي او ترقي ژوند پیل کړی وای ،خو له ډیره بده مرغه چې د یوڅو بولهسو او په قدرت مینو بي ضمیره عناصرو د نا أهلي او لجاجت له وجې د غیرتي افغانانو د غه ټول ویاړونه ضایع او ټول ځوریدلی مسلمان ولس د یوې ویشتلې مرغۍ په څیر د غربي اشغالګرو په لوموکې ورولویدو.

په دین او خپلواکۍ مین افغانان په داسې حال کې چې لایې د کمو نیستي یرغلګرو له لاسه خوړلي زخمونه نه وه ټکورشوی د غربي یرغلګرو په دام کې ونښتل اوبیايي په هیواد باندې ټول هغه کړاوونه تیر شول چې د قطبي خرسانو د اشغال پر مهال پرې راغلي ول.

خو مسلمان او باعزمه ولس بیا هم همت له لاسه نه ورکړ او په بیساري قربانیو او سرښندنوسره یې له صلیبي یرغلګروسره داسې مقابله وکړه چې دادی نن یې د الله په نصرت هغوئ هم د سرکوزیو شورویانو په څیر له خپل هیواد څخه د شړلو درشل ته نیږدي کړي دي.

خو اوس بیا هماغه دقدرت شریرحریصان په کمین کې ورته ناست او د یرغلګرو له تیښتې وروسته د واک د تصاحب په غرض د خپل منځي تناحر او مقابلې د پیلولو خیالونه په سرکې ګرځوي .

نومسلمان ځوریدلي ولس ته په کار دی چې نور دخپل منځي اسلامي او افغاني وحدت په ټینګولو سره چاته د دې اجازه ورنه کړي چې هغوئ یوځلې بیا په مختلفوونومونوسره یو دبل پر ضد استعمال او دغه ګټلي افتخارات یې هم د تیر مقدس اسلامي جهاد دافتخاراتو په څیر ورضایع کړي .

په افغانستان د ټولو یرغلګرو مخ دي تور او د سلواغې شپږ ویشتمه تاریخې ورځ دي افغان مجاهد ملت ته بختوره وي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x