نړۍ

ټرمپ د قطر څخه وغوښتل چې د «تروریزم» ملاتړ بس کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ټرمپ نن د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبرې کانفرانس پر مهال وویل، د قطر څخه غواړي چې د «تروریزم» ملاتړ بس کړي.

نوموړي سعودي د امریکا دوست هیواد وباله او د قطر څخه یې غوښتنه وکړه چې د دوی خبره ومني او د تروریزم د ملاتړ څخه لاس واخلي.

ټرمپ په سعودي کې د وینا پر مهال ویلي وه چې په فلسطین کې د حماس ډله تروریستی ډله ده چې باید پر وړاندي يې جدي ګامونه واخیستل شي.

بلخوا سعودي او امارات پر قطر تور پوري کوي چې په فلسطین کې د حماس ډلې ملاتړ کوي او همداسي د اخوان المسلمین ډله چې په مصر کې یې منتخب حکومت نسکور کړل شو، د قطر هیواد یې په رسنیزه، اقتصادي او سیاسي توګه ملاتړ کوي.

باید وویل شي دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په ډېر ټینګار سره د خلیجي هیوادونو په شخړه کې خپل موقف څرګندوي.

د ټرمپ تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پر قطر غږ وکړ چې په چټکۍ سره د ګاونډیو هیوادونو پوښتنو ته ځواب ووايي، او همداسي يې د سعودي، امارات او بحرین څخه غوښتنه وکړه چې د قطر څخه هر اړخیز بندیزونه را کم کړي، ځکه چې په وینا یې په روژه مبارکه میاشت کې پر یوه هیواد باندي داسي بندیزونه چې حتی خوراک نه ور پرېښودل کیږي او یا د محلي خلکو کورنی نظام په کښي ګډوډیږي، د بشري حقوقو څخه سړغړونه ده.

نوموړي وویل چې قطر د تروریزم پر ضد جګړه کې شریک هیواد دی، پر دغه هیواد باندي ورته بندیزونه په سیمه کې د تروریزم پر ضد جګړه متضرره کوي.

د شنوونکو په نظر د ټرمپ او بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن په خبرو کې نن تناقض ولیدل شو، خو یوه خبره چې دواړه باندي متفق وه، هغه د خلیجي هیوادونو په منځ کې د شخړې ارامه ول وه، په تفصیل کې ټرمپ د قطر پر ضد ډېر صریح وو خو ټیلرسن د احتیاط څخه کار واخیست او د قطر مخالف اړخ یې هم نرمښت ته را وباله او د شخړې د حل په موخه یې د مذاکراتو بلنه ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

اصلی دهشتګر هغه چه د ( نظام نوین جهانی ) د تاسیسولو د پاره یی خبل څه کم دری زره بیګناه او بی دفاع خلک یی ووژل او په بلمه یی نړیوال صلیبی جنګ پيل کړو ( چه وروسته یی به دهشتګری ونومولو ) که هماغه د سپتمبر یوولسمه داخلی فاجعه چه خپله امریکایانو یی په اړه پوره معلومات ، دلایل او داسی شواهد په لیکنو او ویدیو ګانو کی ځای په ځای کړی د لمر په شان خلیږی چه هغه لویه فاجعه د چا له خوا او د څه د پاره جوړه او عملی شوه. دا چه فاحشی ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x