نړۍ

اردوګان: د قطر سره به تر پایه ملګري یو، محاصره دي لیري شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان ویلي چې د قطر په ملاتړ باندي ځینې اړخونه اندېښمن ښکاري، خو «ترکیه به کله هم قطر یوازي پرې نه ږدي بلکې ملاتړ به یې دوامداره ساتي».

اردوګان متحده عرب اماراتو ته په اشاره وویل: « مونږ پوهیږو چې د ترکیې د حکومت پر ضد انقلاب ته څوک ډېر خوشحاله وه».

او زیاته یې کړه: «د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر قطر باندي د محاصرې نرمښت غوښتنه وکړه، خو زه د محاصرې د بشپړې خاتمې غوښتنه کوم».

نوموړي خلیجي هیوادونو ته په خطاب کې وویل: « د وروڼو تر منځ په شخړه کې به کله هم یو اړخ بریالی نه وي».

باید وویل شي چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د خلیجي هیوادونو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې پر قطر باندي بندیزونه نرم کړي او د قطر څخه یې وغوښتل چې د خلیجي هیوادونو غوښتنو ته مثبت جواب ووايي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د سعودي په ملاتړ د قطر څخه وغوښتل چې د تروریزم د ملاتړ څخه دي لاس واخلي.

بلخوا قطر ویلي چې دوی د تروریزم اړوند هغه تور لیسټونو ته احترام لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري منل شوي او اعلان شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دغه کار به ستا نر او ښځه ( اسلامیت او غیر اسلامیت ) په ډاګه او هم به د قطر تر اخری کچی مقاومت او له الله ج غیره له بل چا نه ډار به د فطر خپلواکی او اسلامیت په ډاګه کړی

فروانه

اردغان دي راته ژوندی وي

عبدالواحد اڅګزۍ

نی په ټوله دنیاکی یوازدترکیی حکومت اودقطر حکومت د اسلامی قوانینو غوښتونکی دی ولی لاوررسیدلی نه دی،انشاءالله افغانستان به ترټولودمخه ورورسیږی که دالله رضاوه.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx