په ټوکیو کی د ټونا په نامه سره یو ماهی په ۴۰۰څلورسوه زره ډالره وپلورل شو

fish_in_japanدشنو وزرو لرونکی ټونا ماهی چه نن دچارشنبی په ورځ په ټوکیوکی دمایانو په بازار کی
په ۴۰۰څلور سوه زره ډالره خرڅ شو ، له ۱۹۹۹کال څخه چه کله بازار خلاص شویدی ترټولو لوړقیمت بلل شویدی
دیادشوی ماهی وزن ۳۴۲کلوګرامه دی چه دیوه کیلوغوښی قیمت یی ۱۱۵۷ډالره ته رسیږی.
ویل کیږی چه جاپانیان پرټونا ماهی باندی عاشقان دی، او په خاص ډول سره پورته ذکرشوی ماهی.
اوتقریبا دټولی نړی نیمایی ټونا ماهیان په چاپان کی خوړل کیږی.
په نړیواله کچه دجاپانی خورکونو دشهرت له کبله جاپان دمایانو دکموالی له وجی له سختی مقابلی سره لاس اوګریوان دي
دتسوکیجی دداوطلبی په بازارکی یوه پیریدونکی وویل چه په دنیا کی دخامو مایا نو دخوړلوله کبله دجاپانیانو هغه قول اوس ختم شو چه ویل کیدل جاپان ټول ټونا ډوله ما یان خوری
اوهغه معیاری مایان چه جاپان شمال کی دهوکایډو جزیری ته نژدی ښکارکیږی، ټول په ټوکیو کی دګینزی دولسوالی مربوط یو رسټورانټ چه په هانکانګ کی له یو رسټورانټ سره شراکت لری پلورل شویدی
منبع: بی بی سی العربية



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.