fbpx
taliban-logo

طالبان: امریکا دې د شوروي له رسوا ماتې څخه عبرت واخلي

 

نن ټکی آسیا: نن(۲۶/۱۱/۱۳۹۲ل) له هېواده د پخواني شوروي اتحاد د سرولښکرو د تېښتي ورځ او ۲۵ کلیزه ده.
طالبانو په  همدې مناسبت یوه اعلامیه خپاره کړي، چې موږ یې کټ-مټ ستاسو پر وړاندې ږدو:

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو پوځونو د تېښتې د ۲۵کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه پنځه ويشت کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد سرو  لښکرو زموږ له مجاهد اولس سره له يوې لسيزې زور آزمايي وروسته، له افغانستان څخه په ټيټ سر د شرميدلې تېښتې لار ونيوه.
پخواني شوروي اتحاد چې اوس صرف د تاریخ برخه ده، د ۱۳۵۸هـ ش کال د جدي په ۶ تاریخ بې له دې چې نړیوال منل شوي اصول مراعات کړي اویا په دقيقه توګه دافغانانو له خدای ورکړي خصوصیاتو څخه ځان آګاه کړي د څو تنو پلورل شوو مزدورانو(خلق اوپرچم ) په غوښتنه او خوښه په افغانستان حمله وکړه، زموږ پاک حریم يي مات کړ، زموږهيواديې د کمونیستي مزخرفې مفکورې په اساس د شوروي  اتحاد برخه وګڼله او دلته يي د وحشت اور بل کړ.
سرو روسانو پوره لس کاله زموږ په هیواد کې خپل وحشت او دهشت ته دوام ورکړ، زموږ تر یونيم میليون پورې مسلمان هیوادوال يي شهیدان کړل، د هيواد ښيرازه يي ويجاړه کړه او هرڅه يې له خاور سره خاورې کړل.
خو افغان ميړني ولس هم د لسو کالو په اوږدو کې شوري تجاوز ګرو ته داسې تاريخې ماتې ورکړه چې  په نړیواله سطحه يې ساری نه وولیدل شوی.
د شوروي د يرغل له امله په میلونیهاوو افغانان شهيدان، ټپيان، بنديان او له خپلو کورونو څخه هجرتونو ته اړ شول، هيواد مو وران شو، اقتصاد مو خراب او ژوند مو له کړاوونو ډک شو، خو د مقدس جهاد په نتيجه کې مو ننګيالی ملت په دې وتوانيدچې د شوري اتحاد په نامه هيواد د نړۍ له جغرافیې وتوږي او ټول انسانيت ته د کمونيزم له شره نجات ورکړي.
د تاریخ دغه پيښه د نننۍ امریکا په ګډون زموږ ټولو غلیمانوته خورا ښکاره پيغام لري، امريکايي وحشي رژيم هم بې له دې چې د شوروي اتحاد له رسوا ماتې عبرت واخلي او په هغه لار لاړنشي چې شورويان پرې له نابودۍ سره مخ شوي وو، برعکس يې روسانو ته په ورته اقدام لاس پورې کړ او  د هماغه غيرتي او مسلمان ملت په خاوره يې ناروا تیری وکړ.
دولس کاله کيږي د پخواني جهاد ريښتوني وارثان او ځای ناستي  له امریکايي يرغلګرو سره هم  ورته ډغرې وهي.
موږ امریکایانوته ور په زړه کوو، څرنګه مو چې پروني يرغلګر د ګڼو خوږو او ښايسته شعارونه سره سره ونه منل او د نړۍ له نقشې مو محوه کړل، همداسې به ان شاءالله ستاسو برخلیک هم وي، زموږ اولس ته د پروني مقدس جهاد او دنن ورځې مقدس جهاد ترمنځ هيڅ توپير نشته، څرنګه چې پرون د یرغلګرو په وړاندې مبارزه او جهاد زموږ ديني مسئوليت او هيوادنۍ دنده وه همداسې مو نن هم د هیواد بشپړه آزادي او استقلال ديني وجيبه او فرض دی.
اسلامي امارت په خپل میړني ولس غږ کوي چې د نن ورځې له يرغلګرو سره هم د پرون ورځې د يرغلګرو په شان معامله وکړي، لا هم خپله مقدسه جهادي لار تعقيب کړي او د جهاد سنګرونه ګرم وساتي، همدا اوس نننۍ امریکا هم د پرون شوروي اتحاد په برخلیک اخته ده او زموږ له هيواده په ټيټ سر د تېښتې لار لټوي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې  د شوروي اتحاد دماتې له امله خپل مجاهد ملت ته مبارکي وايي، د امریکايي تاړاک په وړاندې   همدې مجاهد اولس ته د استقامت، صبر او لا سرښندنې دعا او هيله کوي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۴/۱۵ هـ ق
۱۳۹۲/۱۱/۲۶هـ ش ــ 2014/2/15م

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د