fbpx

محفل کې د قراءت پر مهال د قاري مړینه / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): یو انډونیزیايي قاري هغه وخت وفات شو کله چې نوموړي په یوه محفل کې په خپل ښکلې غږ کې د قرآن کریم قراءت کاوه.

دغه قاري چې «شیخ جعفر عبدالرحمن» نومیدی، په انډونیزیا کې په خپل ښکلې غږ مشهور وو، خو په یوه محفل کې چې د ټولنیزو چارو وزیر هم په کښي ګډون درلود، هغه وخت وفات سو چې د «سورة الملک» قراءت یې کاوه.
نوموړي د سورة الملک دغه آیتونه پوره کړه: « تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (1) الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ (2)».

خو کله چې یې دریم آیت پيل کړ، پوره یې نه کړای شو او د خلکو په وړاندي وفات شو، چې کیدای شي د هغوی او د نړۍ لپاره یې یو لوی نصحیت پرېښود چې په ژوند او مرګ هیڅ اعتبار نشته، مسلمان باید تل مرګ ته تیار او غافله نه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د