ورزش

افغانستان لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۶۳ منډو وګټله / د مرکو او لنډیز ویډیوګانې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ نن یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې افغانستان په ۶۳ منډو وګټله.

د لوبې پچه د افغانستان کپتان اصغر ستانکزي وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بېټنګ) پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبغاړو پوره پنځوس اورونه لوبه وکړه، ۶ لوبغاړي وسوځېده او ۲۱۲ منډې جوړي شوې.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې جاوید احمدي په ۱۰۲ بالونو ۸۱ منډې جوړي کړې، ګلبدین نایب په ۲۸ بالونو ۴۱ منډې ناسوځېدلی، محمد نبي په ۳۰ بالونو ۲۷ منډې ناسوځېدلی، سمیع الله شینواری په ۴۶ بالونو ۲۲، رحمت شاه په ۵۱ بالونو ۱۷، افسر زازي ۱۳، نورعلي زدران ۵ او اصغر ستانکزي ۲ منډې جوړي کړې.

په جواب کې د ویسټ انډیز ډلې ټول لوبغاړي پر ۱۴۹منډو په ۴۵م اور کې وسوځېدل.

تر ټولو ډیرې ۳۵ منډې وکټ ساتونکي شای هوپ جوړي کړې، جوزیف ۲۷، اوپنر لویس ۲۱، کارټر۱۹، نرس ۱۲، او نور ټول لوبغاړو تر لس کمې منډې جوړي کړې.

په افغان بالرانو کې ډېر وکټونه راشد خان واخیسته، نوموړي ۷ لوبغاړي وسوځول، چې په هغو کې یې دوه په یوه اور او دوه په بل اور کې وسوځول.

راشد خان په ۲۳م اور کې په اول بال او دویم بال د ویسټ انډیز لوبغاړي وسوځول، او بیا یې په ۲۵م اور کې په دریم او څلورم بال دوه لوبغاړي وسوځول. د نوموړي تر څنګ دولت زدران دوه او ګلبدین نایب هم یو لوبغاړی وسوځوی.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، ځکه چې د نوموړي په بال غورځونې ددې لوبې ګټل ممکن شوه، کنه داسي ښکارېده چې ویسټ انډیز به ټاکل شوی هدف په ډېره اسانۍ سره تر لاسه کړي.

ددواړو هیوادونو تر منځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه دوه ورځي وروسته په ۱۱م جون تر سره کیږي.

د لوبې وروسته د لوبډلو د کپتانانو او غوره لوبغاړي سره مرکې:

https://www.youtube.com/watch?v=JaPH4fG_tNM

د افغانستان د توپ وهنې لنډیز:

https://www.youtube.com/watch?v=PXGKVx2KNCo

د ویسټ انډیز د توپ وهنې لنډیز (وکټونه):

https://www.youtube.com/watch?v=wjO8y2dbA9Y

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x