نظــر

د وحشي اوکرغیړن زندان بګرام، د تورو تمبو له شا دمظلومو اسیرانو پیغام

احمد زنداني

داچې زندان، اوزولنې هرو مرو له تکلیفونو، مشقتونو، خالې نه وي، خو بیا هم په نړیواله، سطحه عموما،په زندانونو، انساني کرامت اود بشر حقوق پکې کاملا مرعات، کیږي.

خو په افغانستان کې یو شمیر، زندانونه شتون، لري چې نه پکې انساني کرامت اونه دبشر،حقوق، مرعت کیږي.

چې یو له هغو وحشي اوکرغیړنو زندانو نه بګرام ،ده چې اصل کې عام اوتام واک یي دامریکایانو په لاس کې ده، اود بندیانو لیږ رالیږ، بیا دامریکایي ملاتړو په اصطلاح، دافغان ځواکونو په لاس کې ده.

له بګرام زندانه، لسګونه ځله زندانیانو،خپل شکایتونه ،اوستونځي، دبګرام، مسؤلینو، دبشرحقوق مدعینو، او لوړپوړو، چارواکوته ،ترغوږو، رسولې، خو دمظلمو، اوبیوسه زندانیانو غږ هیچا هم نده اوریدلې.

له تیرې اونې راهسي کوم ورځ چې کابل کې خونړې موټر بم بر ترسره شوی دبګرام په زندان کې زندانیان افغان عسکرو له سختو، ستونزو، سره مخ کړې چې هلته یو بلاک ده په نامه : دشو: سره .

دهغه قمنده ددوهم کڼډک، قمندان په لاس کې ده چې دجلال آباد.،ولایت اوسیدونکې ده اومظلمو بندیانو سره سخت ناوړه، چلند کوي، .

لکه بندیانو ته اوبه څښاک، خوراک، په وخت نه ورکول .

بندیانو ته پوچ سپک، الفاظ، کارول.

بندیان له خوبه ویستل.

دبندیانو په سمه توګه تاداوې نکول کله چې بندي شکایت وکړي دعلاج لپاره نو سپک اوپوچ الفاظ ورته کارول.

مونږ دسره صلیب، اود بشر دحقوقو، مدعینو، اود مدني فعالینو، جدي غوښتنه کوو، چې زمونږ ستونزو ،ته جدي ،توجه،وکړې کنه نو موږ به په اعتصابونو ،لاس پوري کړو.

په اخیر کې له ټولو هیواد والو نه په دي مبارکه میاشت کې ددعاؤو غوښتنونکې یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x