نظــر

له قطرسره دعربي هيوادونو جفا

سمیع تنوير

کله چي دامريکاولسمشر ټرمپ دخپلوبهرنيوسفرونوپه ترڅ کي لومړي سعودي عربستان ته سفر وکړ له هغه وخته راهيسي سعودي خپل بهرني سياست دامريکا په خوښه چلوي چي ښه مثال يي له قطرسره داړيکو ترنګلتيا ويلي شو.

دسعودي په سفرکي چي ټرمپ داسلامي هيوادونومشرانوته وينا کوله دخپلي ويناپه لړکي يي ځيني اسلامي ډلي په تروريستي فعاليتونوتورني کړي چي دهغوپه منځ کي يوه هم دحماس اسلامي ډله وه اوددي ډلي په وړاندي يي دجدي اقداماتوغوښتنه هم وکړه.

څرنګه چي امريکادنړيوال شيطانت دسرغنه (اسرائيلو)په اشاره دحماس پرډلې دمحدوديتونواوپروړاندي يي دجدي اقداماتوغوښتنه وکړه نودسعودي په ګډون نوروعربي هيوادنو له قطرسره پرهرډول اړيکوبنديز ولګاوه اوبيا يي دفشارونوپه واردولوپيل وکړ.

داځکه چي قطرهغه يوازيني هيواد دی چي دحماس ډلي ته يې دسياسي دفترپرانيستلواوله هم دي ځايه درسنيزفعاليت زمينه برابره کړي نوامريکا او اسرائيل په غيرمستقيم ډول دعربي هيوادونوپه مرسته قطريوازي کوي اوبيادوي په دي قضيه کي په مستقيم ډول ځان داخلوي چي ترټولو سترزيان به يې حماس ته وي
بل طرف داسرائيلوپخواني سفيرهم ويلي چي له عربوسره نوره زموږجګړه پاي ته رسيدلي اوموږ به له عربي هيوادنوسره دقطرپه ملاتړ يوځاي دنړيوال تروريزم مقابله کوو چي داسرائيلوهدف له تروريزم څخه دحماس ډله ده.

بل پلوسعودی ،بحرين ،مصر اواماراتو قطرته يوليست وړاندی کړی چی ددوی په وينادهغوکسانواومؤسسو،نومونه پکښي دی چی ديادوهيوادونوپه تورليست کی دی خوقطرداتورونه ټول بي بنسټه بولی او وايی چی پريادوکسانواومؤسسوباندی هيځ ډول جرم نشي ثبوتولای.

پرقطرله بنديزونولګولوورسته داسرائيلولوړپوړي چارواکي اورسنۍ دخليجی هيوادونواقدام ستايي اودتروريزم پرضديي مثبت ګام بولي.

همداراز دسعودي دبهرنيوچارووزير په فرانسه کي مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي چي پرقطر به دابنديزونه ترهغي پوري تمديدشي ترڅويې دحماس ډلي له ملاتړڅخه لاس نه وي اخيستی.

همدارنګه په اوسني وخت کی يوازنی هيوادچی له حماس سره دمرستي تمه ترې کيدای شی هغه ايران دی خوفکرنه کيږی چی هغه دی هم په دی کړکيچن حالت کی ددی ډلی مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x