استاد فضل ولي ناګار

د سپېڅلې حماسې تاند روح

رحمت الله حکیمي

دنیازیو دقوم دشملې ګل دویاړلي اریانا دسپېڅلو حماسوڅخه ډک روح فضل ولي ناګار دآسیا زړه همیشه بهار ننګرهار پورې اړونددبټي کوټ ولسوالۍ دچهاردهي کلي په ښکلي چاپیریال اودفضل قادر په درنه کورنۍ کې دې پاتې نړۍ ته سترګې وغړولې ددې بلوري غمي ځلاوو د تورغر اوسپین غرڅوکې ښکل کړې له کوچینوالي څخه دروني احساسات په رڼو لاروسروو، دالفباء دسپارې څخه په شروع سره دعلم لوی دریاب ته ورغاړې وتو دایمل خان له لیسې څخه یې د دولسم او وروسته یې دکابل پوهنتون دژبو ادبیاتوپوهنځي پښتوڅانګې يې څخه دلېسانس سند ترلاسه کړ، قلم ته یې لاس کړدهرې جملې اوکرښې توري يې دجمال اوجلال په رنګینووپېیل فطري خوی یې دهغې بلې دنیا تل پاتې ژوند ته ښکلاوې راټولولې، دهیوادنۍ مینې په پار یې په علمي ډګر کې د ډېرو مغزو ته خپله خدای ورکړې رڼا ورورسوله ، دادی اوس دننګرهار پوهنتون په سینه کې دژبې اوادب ناوې سینګاروي اوداستادۍ مقدسه دنده اجراکوي، دډېرې چوپتیا له وجې یې دروني احساسات دلااله الله دلامونوپه څېر همغږې او صف صف یې دخپل امام پسې داقتدا دپاره تیاروي او ټولنه په افاقي ښکلا مجللوي ریښتیا هم چې ټولنیز، ریالیست اومتدین لیکوال همیش دخلکو په زړونو او سترګو کې وي اودتل دپاره ټولنه پرې لوړه ګوري، غزلبول استاد پوهنوال فضل ولي ناګار دپښتو ژبې اوادب هغه ځلانده ستوری دی، چې دبلوري غمي غوندې څو اړخیزه ځلا لري،نن هم په شعوري ډول ټولنه د(فی سبیل الله) په لوري رهبري کوي او په راتلونکي کې به هم دژبې او ادب ټولمنلې څېره اوهستي وي ښاغلي ناګار صیب عقیده په شعر کې وړاندې کړه او په خپل هنر کې ټول مسلمة امت ته په یوه سترګه ګوري داچې دناګار صاحب لیکنې ولې ژوندی دي؟ زما په فکر علت به یې داوي چې ګړنۍ او لیکنۍ وینا ته عقیده وي روح ورکوي ، دهنر او ادب په وسیله ددې ژوند پر مټو د ابدي ژوند توښه برابروي، ښاغلی ناګار صاحب فکر په فکرونو کوي او هغې لارې ته یې رهبري کوي په کومه کې چې دبریمنتیا راز پروت وي، چې دغه اړخ یې هنر ته جاوېدانه ښکلا ورکړې .

دښاغلي ناګار صاحب وینا او لیک په خلکو ځکه تاثیر کوي،چې هنر او شخصیت یې په یوه لاره روان دی، دټولنیزواسلامي ارزښتونو په رڼا کې لیکنې کوي، ددغې بلوري غمي څانګیزوځلا ته که فکر وکړو دهرې ډډې یې ټولنې ته رڼا ورکړې، په لیکنۍ او ګړنۍ وینا کې یې ملي او بین المللي رغښتي فکر موجود دی، تاثیري ویل اولیکل کوي، وچ او بربنډ هنر نه خوښوي، دغه روحیه یې له هغې چینې نه اوبه څښې کوم چې د اسلام مبارک دین له غره رابهیږي،په هره وینا او لیک کې یې دتاثرزړي له ورایه ښکاري او دټولنې رغښتي پېرایه په کې موجوده وي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایي:(( تاثیر لرونکې ژبه د انسان ښکلاده )) داسې شاعر دی، چې شعر یې داسلامي ټولنې له لوړ څلي نه دافاقیت نارې وهي، په عملي ډول یې دنفس دتزکیې مبارزه شروع کړې، دستر حمزه پلیونی ښکاري نو ځکه کله کله وراې زما خولې ته دده په اړه داسې وینا وې راځي:

باورد ې وشه چې ناګار چېرې په لار ووینم
دستر حمزه دغزل سیوری مې په لور راځي

زه خو وایم چې ادب اوپښتو یې داسلام مبارک دین په داسې مرغلرین تار پیلي چې انشا الله په هر ډګر کې دلوړاوی ډغرې وهي، الله (ج) دې یې نور هم قلم دخپلو دیني اوپښتني ارزښتونو په په انځورولو کې چټک اوفکریې هم داسې لارښوونکی لرې .

په ادب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د