BreakingNews

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې چاودنې مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: له کندز ولایت څخه مو همدا شېبه خبر ترلاسه کړ، چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې ده.
د کندز امنیتي چارواکو چاودنه تائید کړه او زیاتوي چې چاودنه د پولیسو پر رینجر ترسره شوې؛خو مرګ-ژوبله یې ملکیانو ته اړولې ده.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني په خبره ، چاودنه چې د یوه پر موټر سایکل سپور تن له خوا رامنځته شوې، یو تن ملکي وګړی وژلی او څو نور ژوبل کړي.
طالبانو او د پېښي عیني شاهدانو د چاودنې د تلفاتو په باب تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

کندز کې چاودنې مرګ-ژوبله اړولې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د