دیني، سیرت او تاریخ

ولي ټول پيغمبران په عربو کې تېر سويدي؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

په قرآنکریم کي راځي:

صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ (سورت البقره: ۱۸)
ژباړه: دوی (کفار او ملحدین) کاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي نو دوی اوس نه راګرځي.

واقعاً تاسي ملحدین همداسي یاست، تاسې وګوري په دې ۱۲۴۰۰۰ زیات وکم پیغمبرانو کي صرف یو پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په عربو کي راغلی دی او بس، نور ټول په نورو قومونو کي راغلي دي، او زیات په بني اسرائیلو کي راغلي دي، لکه: حضرت موسی علیه السلام، حضرت عیسی علیه السلام، یوشع بن نون علیه السلام، هارون علیه السلام، یحی علیه السلام، زکریا علیه السلام او داسي نور….
بل ځای الله جل جلاله فرمايي:

أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ( سورت الفرقان: ۴۴)
ژباړه: ایا ته ګمان کوې چي له دوی څخه زیاتره کسان اوري او پوهیږي؟ دوی خو د څارویو په شان دي، بلکې له هغو څخه هم ها خوا ګمراه او لار ورکي دي.

هر حیوان د الله په وحدانیت باندي اقرار او اعتراف کوي، خو تاسي ملحدین ور څخه منکر یاست، نو تر حیواناتو بدتر سواست که یا؟ هر حیوان د الله جل جلاله تسبح او ذکر کوي، مګر تاسې یې نه کوی، نو ایا تاسي تر حیواناتو بدتر یاست که یا؟

علامه شاه انور شاه کشمیري رحمة الله یو شعر وايي:

هر ګیاهی که از زمین روید
وحده لاشریکه له ګوید

هر شی د الله تسبیح وايي، ټول کائنا ت خو، موږ انسانان نه په پوهیږو، لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (سورت الاسراء: ۴۴)

ژباړه: د هغه (الله) پاکي (تسبیح) خو اوه اسمانونه او ځمکه او هغه ټول شیان بیانوي چي په اسمانونو او ځمکه کي دي، هیڅ شی داسي نشته چي د هغه له ستاینې سره د هغه پاکي نه بیانوي، خو تاسي د هغو په پاکي بیانولو نه پوهیږي، حقیقت دادی چي هغه ډېر زغمونکی او بخښونکی دی.

دا ستاسو مطالعه، پوهه او عقل دی، چي تر اوسه په دې نه یاست خبر چي په عربو کي څو پیغمبران راغلي دي.

صرف قرآنکریم په عربي ژبه سره نازل سویدی نورې ټولې وحی په نورو ژبو سره نازلې سویدي، که صحفې دي، که تورات دی، که زبور دی او که انجیل دی، داچي عربي ژبه د قرآنکریم ژبه ده، او اخري پیغمبر یو نړیوال پیغمبر دی، کیدای سي له همدې کبله تاسی دا ګمان کوی چي ټول پیغمبران به په عربو کي وه، حال داچي داسي نه ده.
ستاسو ملحدینو یو سوال هم د عقل، فلسفې، منطق او استدلال په دائره کي نه دی، خو موږ د بشریت د پوهاوي لپاره ستاسو هر سوال ځوابوو. انشا ء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x