د نن سرلیکنه

امریکایان په ولسمشرغني ملنډې وهي

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د ګډ حکومت له لوري د کابل پروسې په نوم غونډه جوړه شوه چې د حکومتي چارواکو په وینا په هغې کې د ۲۵ هیوادونو لوړپوړو دیپلوماتبکو استازیو ګډون کړی و.

یاده غونډه چې له تیرو څو میاشتو راهیسي ورته تیاری نیول کیدو په داسې مهال کې جوړه شوه چې کابل تر بل هروخت د سختو نا امنیو ښکار دی ، تر دې چې یادې غونډې ته راتلونکي بهرني ګډون کوونکي له هوايي ډګر نه تر ارګ پوري د څرخکو په وسیله ولیږدول شول.

د کابل پروسې په غونډې کې محوري ټکی له طالبانو سره د سولې خبرې وي.

ولسمشر غني د کابل پروسې په پرانیستونکې غونډې کې وویل چې دی د وروستي ځل لپاره طالبانو ته خبرداری ورکوي چې سولې ته غاړه کیږدي او د مذاکراتو میز ته حاضر شي.

نوموړي دا هم وویل که طالبان له دولت سره خبرو ته چمتو شي نو دولت تیار دی په پلازمینه کابل کې هغوی ته د دفتر لپاره ځای ورکړي.

سره له دې چې طالبانو د ولسمشر غني دا وړاندیز په کلکه رد، او د یوې رسمې اعلامیې په ترڅ کې یې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په صورت کې دلته سوله ناشونې ده.

خو د کابل پروسې غونډې له جوړیدو سره همزمان په آسترالیا کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل :

((طالبان په افغانستان کې هیڅ کله د سیاسي پروسې او سولې برخه نشي کیدای ))

اوس پوښتنه داده چې امریکایان چې په افغانستان کې د سولې او جګړې اصلي واک ور سره دی ولي دا خبره له ولسمشرغني سره نه شریکوي چې نوموړی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او جګړې د ختمولو صلاحیت نه لري.

ایا په کابل پروسي کې طالبانو ته د اشرف غني د سولې دعوت او په استرالیا کې د جیمس مټیس له لوري هغوی ته د جګړې اخطار پر اشرف غني باندې د امریکایانو د ملنډو وهلو په معنی نه دی؟

ولسمشر غني باید په دې خبره سر خلاص کړي چې ده ته امریکایانو یواځې د دولتي مخالفینو د تسلیمۍ واک ورکړی ، نه دا چې نوموړی دې په خپل سر په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي او یا دې هغوئ ته د سوله ییزو مذاکراتو د پرمختګ لپاره په کابل کې سیاسي دفتر پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
توریالی

امریکایوازی په ولسمشرغنی ملنډې نه وهی،امریکاافغانستان ته دراتګ له وخته څخه په ټول افغان اولس ملنډې وهی،داخبره کیدلای سي چې ډیرواشخاصوته څرګنده وې،ځینی یي دواک دبایلولوله امله غلي پاته دي خوډیریي له ویرې خاموش پاته دي،په هیوادکې موورځنۍ ډیرې تبصری کیږی ترڅو دحالاتودسمیدویوه غوره لاره ومومی خوکومه مثبته اغیزه یي نه لیدل کیږی،ورځ تربلی داولسونوترمینځ یووالی کمیږی،وحشت ډیریږی،انسانیت خوبیخی ورک دی،داټول دبهرنیانواودبهرنیانو په سرکې دهغوبادارامریکالاس ته راوړنی دی،امریکا هیڅ کله هم نه غواړی چې افغان دولت پرخپلوپښوودریږی اوپرخپل اولس تکیه وکړی،امریکا تل هڅه کوی چې ددولت اواولس ترمینځ لری والی راولی کوم چې ددولت دناکامی علت دی. ولسمشرغنی بایددافغانستان پرخلګوتکیه… نور لوستل »

محمد حذیفه

كه طالبان واقعا هم د اشرف غني د دفتر دا خبره د امريكايانو په موجودیت کښی منی نو دا بیا عینا هماغه د حزب سلامی کار ده او هیڅ فرق یی په مینځ کښی نشته سوله هغه وخت راتللای شی چی امریکایی بد معاشان له افغانستانه په مکمله توګه بیدون له کوم قید وشرط نه ووځی په افغانستان کښی د خپل د خوښی د حکومت او نظام له تحمیلولو نه لاس واخلی او په افغانستان کښی ټولی ښکیلی خواوی دیی توافق ته ورسیږی چی په افغانستان کښی بی د اسلامی نظام له نفاذ نه ماسوا په بل ډول سوله نه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

په اشرفغنی امریکاډرۍ نه وهی دۍ یی پخپله په خپل ځان وهی دۍ کمونسټ ملحد دی ،ده دکمونسټانو سرنوشت پخپله دروسیانوپه یرغل کی ولیدۍ،که ده عقل درلودای دافکربه یی کړۍ وای چه روسیان چه زموږهم سرحده وه نسول کامیاب امریکایان به ماڅنګه کامیاب کی افغانستان دمسلمانانوټاټوبۍ دۍ هیڅ ملحد اوکافرنسی کی کامیابه کیدای چه یومسلمان په ملک کی وی هغه به کفارپسی اخلی – دادلوی بادار الله ج امردی فرهرمسلمان فرض دۍ،غونډی جوړول اودده په قسم کافران راغوښتل معنی نه لری، چه یی فکر ستاله فکره مخالف وی….شپه اوورځ که درسره وی اشنا نه دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

قاضی وقاد

طالبان د رحمت، سولی او امنیت فرښتی او الهی هغه عسکر دی چه الله پری نړیوالو ته د خپلی خدای د عظمت نښی ور په ګوته کړی چه یو کوچی بی لاس او پی پښو ګروب یی چه نه په زمکه سیوری او نه یی په اسمان ستوری درلود د داسی یو عظیم دجالی قدرت سره چه د نړی ټول بادارانو او غلامانو ورسره په بدرګه په ډیر غرور او وحشت یرغل وکړو ، مخامج جنګ د هغوی سره د مادی امکاناتو له مخی ناشونی نه وو مګر د الله ج اراده همداسی وه چه د دجالی قدرتو ته وخت… نور لوستل »

انور خان نورخيل

به دي كي شك نشته جي دافغانستان ولسمشر اشرف غني هيس صلاحيت نه لري هغه د خارجي زواكونو ترفشار لاندي دي دهغه هره فيصله ترهغي بوري قابل د اعتبار نه بلل كيزي جي له خبلو بادرانو خخه يي موافقيت ترلاسه كري نه وي, خو به عين حال كي كه حقيقت ويل كناه نه بلل كيزي نو طالبان كله به خبلو كرنو كي خود مختاره او خبلواكه دي؟ طالب بي جاره يوه مرمي له خبلو بادرانو به سومره لور قيمت ترلاسه كوي؟ فوشتنه داده جي له تيرو 21 كالو راهيسي طالبان سوك اكمالوي د جاله خوا اكماليزي سوك يي رهبري كوي… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x