نړۍ

امریکايي لیکوال: ایا د افغانستان جګړه مو بایللې ده؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د امریکا مشهور کالم نګار، سیاستمدار او د سیاسي پروګرامونو تقدیموونکی «پاټریک جوزیف بات بوکنان» (Patrick Joseph “Pat” Buchanan) په خپله یوه ورستی مقاله کې چې ګڼو امریکايي رسنیو نشر کړې ویلي، د افغانستان جګړه د ویتنام جګړې په څېر یوه بایللې جګړه ده.

نوموړي په کابل کې وروستیو پيښو ته په اشاره وویل چې پر دې ښکاره ثبوت دی چې امریکا په خپل هدف کې ناکامه ده او طالبان د ۱۶ کاله جګړې وروسته هم تر بل هر وخت قوي او زیاته ځمکه په کنټرول کې لري.

نوموړي د پوځي چارواکو له لوري د اضافي ځواکونو غوښتنه بې ځایه وبلله او وې ویل چې پخواني ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۱۱ کې تر سل زره زیات عسکر وازمایل، خو ګټه یې ونه کړه، کومي سیمې چې هغه وخت امریکايي عسکرو په قربانیو فتحه کړي وې، نن بیا د طالبانو په لاس کې دي. نو یو څو نور زره به څه وکړي؟

نوموړی وویل چې د جګړې یوه مشهوره قاعده ده: «کله چې چریکي ځواک په بشپړه توګه ختم نه شي، هغه ګټونکي او مقابل اړخ بایلونکي وي».

لیکوال وایی پرته له دې چې اوس خپل لاسته راوړنو او نورو فرعي خبرو ته شمار وکړو، باید دا ومنو چې جګړه مو بایللې ځکه چې طالبان تر بل هر وخت ځواکمن دي.

نوموړی وایی چې امریکایان اوس د افغانستان څخه عسکر ایستلای هم نه شي، ځکه چې دداسي کولو په صورت کې به د افغانستان حکومت چې له مخکې لا تر فشار لاندي او په ټیټ مورال کې دی، د ټرمپ له لوري د عسکرو را ایستلو اعلان به یې په فیزیکي ډول له منځه یوسي. او زیاتوي چې دداسي کولو په صورت کې به مونږ یو ځل بیا د ډېرو زیاتو مهاجرو کوربه توب په غاړه واخلو، ځکه چې د اوسني حکومت چارواکي به کله هم د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کې ژوند ونه کړای شي، مونږ چې هر څومره خلک له ځانه سره د مهاجرینو په حیث امریکا ته را ولو، بیابه هم ډېر شمېر طالبانو ته ور پاته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The unilateral decision in Bonn and submitting power to Northern alliance is the root cause of the US failure in Afghanistan.

الحاج استاذ بیانزی

I agree that submitting power to North alliance is one of the main factor but I am not agree it was the root cause of their failure in Afghanistan. The main or root cause of their failure not only in Afghanistan, region and in the entire world is they divide the world the whole world in poor and rich as two countries there are no more borders the rich people ( one percent of the world population) take advantage of 99% of poor people of the world. For this reason they occupy these countries. and addition, they take advantage of… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x