افغانستان

په زابل کې د یوه امام او ماشوم جسدونه موندل شوي

نن ټکی آسیا:د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ يې د مرکز قلات ښار په مربوطاتو کې د یوه ملا امام او یو ماشوم ،چې ښایې زوی یې وي؛جسدونه موندلي دي .
د سېمي یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې دا ملا امام او ماشوم زوی یې پرون په سړه هوا کې لومړی د پولیسو له لورې درول شوي او بیا يې پرې ډزې کړې او پلار او زوی غبرګ یې ځای پر ځای وژلي دي.

د زابل د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي وايې چې پرون ماسپښين شاوخوا يوه بجه يې دوه جسدونه موندلي او بیا یې روغتون ته لېږدولي دي، د نوموړي په  خبره چې دغه جسدونه په يوه کرولا موټر کې پراته ول چې وروسته د پوليسو له لوري مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي.
ښاغلي فراهي تائید کړه،چې موندل شوي جسدونه يو يې ملا امام او دوهم يې ماشوم دى.
خو د زابل امنیه قوماندان د خلکو د دې ادعا په اړه ،چې ګنې دا کس او ماشوم د دوی پولیسو ویشتلي دي، څه ونه ویل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x