سپين سرې او جومات

شاکر مموزی

وایي یو ځای کې یو بادشاه ډېر جوماتونه جوړول خو امر یې کړی و چې د جومات په جوړولو کې به بل څوک هیڅ مرسته نه ورسره کوي او د جومات له بشپړېدلو وروسته به دده نوم پرې لیکل کیږي ..

یو ځل یې ډېر ښایسته جومات جوړ کړ او خپل نوم یې د ویاړ له مخې پرې ولیکه، د شپېې خوب وینې چې یو څوک ورته وایي یوه ملایکه درځي ستا نوم له دغه جومات څخه ړنګوي او د یوې سپین سرې ښځې نوم پرې لیکي .

پاچا راویښ شو سمدستي یې خپل عسکر جومات ته ور ولېږل چې زما نوم ځینې ړنګ شوی او که نه ؟
عسکرو ورته وویل ستا نوم نه دی ړنګ شوی .

دوهمه شپه بیا همدغه ډول خوب ویني ، په وېره راویښ شو او بیا یې عسکر ولېږل هغوۍ بیا راغلل او ورته ویې ویل ستاسو نوم نه دی ړنګ شوی ،ځینې درباریانو ورته وویل دا هسې ګډ وډ خوبونه دي تشویش مه کوه.

په دریمه شپه یې بیا هغه شان خوب ولیده خو د هغې سپین سرې ښځې نوم یې ټینګ یاد کړ پر سبا یې را وغوښتله چې دا څه کیسه ده په دې جومات کې تا څه مرسته هرو مرو کړې ده ؟

سپین سرې له ډاره ترېده او په لړزېدلي غږ یې ورته وویل : پاچا سلامت! چې تاسو امر کړی و چې په جومات کې به څوک مرسته نه راسره کوي نو ما څنګه ستا بې امري (نافرماني) کړې وای !!

خو ..

پاچا ورته وویا خو څنګه ؟؟

سپین سرې ورته وویل خو یوه ورځ هغه یو ځناور چې د جومات د جوړولوتوکي پرې بار ول په پړي تړلی و په څنګ کې یې د اوبو یو لوښی ایښی و ډېر کوښښ یې کاوه چې اوبو ته ور ورسیږي چې اوبه وڅښي خو لنډ تړلی و، نه یې شوی کولی ویې څښي نو ما لوښی ور لنډ کړ او اوبه یې وڅښلې .

د دې کیسې په اورېدلوسره پاچا ورته وویل : تا هغه کوچنی کار د الله تعالی د رضا لپاره کړی و نو الله تعالی ته قبول شو اوما د نوم لپاره کړی و نو وړ یې چې ستا نوم پرې ولیکل شي ، خپل نوم یې ړنګ کړ او د هغې سپین سرې ښځې نوم یې پرې ولیکه .

موخه : الله تعالی ته هغه کار که څه هم کوچنی وي معتبر دی چې له ریا او ضرر څخه پاک وي او هغه نیک کار چې د نوم او ریا لپاره وي هیڅ وړتیا د الله په نزد نه لري .

رب د کبر او ریا خریدار نه دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د