دیني، سیرت او تاریخ

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۵)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر
(د اوبو دوران)
Water Cycle
اوبه د کائیناتو پنځونکې د یوه ځانګړي نظام لاندې طی کوي، چې دې نظام ته د اوبو دوران (Water Cycle) وایي، ساینس پوه برنارډ پالیسی (Bernard Palissy) په ۱۵۸۰ کال کې د اوبو د دوران نظریه وړاندې کړه او ده وویل چې د سمندرونو او دریابو اوبه د بخار په بڼه هوا ته پورته کېږي، وریځ ترېنه جوړیږي او بیا چې کله یخې شي، نو د باران په شان اوري. همدارنګه له میلاد نه ۷ پېړۍ مخکې یو یوناني فیلسوف (Thales) هم په دې عقیده ؤ، خو هغه وخت دا خبره چا نه منله.

په قرانکریم کې چې د اوبو په اړه هر ډول حقایق بیان شوي، هغه ټول د اوبو له علم (Hydrology) سره خوله په خوله دي، حال دا چې د دې علم پوهان د قرانکریم په ډېرو ایاتونو اوس هم نه پوهیږی او دا يې ویلي دي چې په راتلونکو وختو کې به داسې پوهان پیدا شي، چې د قرانکریم ټول حقایق به ورته د لمر په څېر روښانه شي.

(Islam and Science/Water /Water Cycle)
د اوبو کېمياوي تجزيه
Chemical Analysis of Water

څرنګه چې په پورته بحث کې دا مسئله ذکر شوه، چې اوبه د هایدروجن او اکسیجن د دوو غازونو محصول، یعنی (H2O) دی، چې د سانتي ګیرد په صفر درجه کې یخې (منجمد) کېږي، او په ۱۰۰ درجو کې د جوش حالت ته رسیږی.

همدا رنګه اوبه یوه بله ځانګړتیا لري، چې په هراندازه حرارت ورکړل شي، تر ۱۰۰ درجو، نه اضافه کېږی او که چېرې همدا اوبه په بخار بدلې شي؛ نو توان ورڅخه پیدا کېږی چې دا بیا بله موضوع ده۔

د کېمیا د علم له پلوه اوبه په دې اړینې دې چې کېمیاوي زیاتې تجربې له اوبو پرته صورت نه نیسي او بله ښکلې او د تعجب خبره لا دا چې، که فرضاً اوبه د ځمکې له کُرې او یا د یوه هیواد له کوم ښار او سیمې نه ورکې شي ؛ نو د نړۍ په کچه چې هرڅومره پرمختللې صنعتي هیوادونه، چې په هر ډول عصري تیکنالوجۍ هم سمبال دي، په مصنوعی ډول سره، نه اوبه جوړولی او نه یې کمبود پوره کولی شي، چې دا یو واقعیت دی، حتی د یوې کوچنۍ ویالې اوبه هم نشی پوره کولای؛ چې دا پخپله د یوه قادر ذات په پوره ځواک او الهی واک باندې دلالت کوي.

د اوبو کېمياوي اجزاء

لکه څرنګه چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د اوبو خوندونه مختلف دي؛ په همدې ډول یې کېمیاوي اجزاء هم مختلفې دي او یوه سیمه له بلې سیمې سره توپیر لري، په یو ځای کې اوبه خوږې وې، بل ځای مالګینې او په ځینو ځایونو کې بیا لږې ترخې غوندې وي.

په عمومي توګه د اوبو اجزاء په لاندې ډول دي:

Calcium 25 (کلسیوم)

Magnesium 22(مګنیزیم)

Chlorides 28(کلورایدونه)

Nitrites 28(نایتریتونه)

Iron 0.2(اوسپنه)

Hardness 110

Carbohydrates 230(کاربوهایدریتونه)

Sulphates 38(سلفیت)

Fluorides(فلوراید)

Iodine(ایودین)

(طب نبوي اور جدید ساینس ټوک دوهم)

Water is the Basic Source of Life

د اوبو کېمياوي ځانګړتياوې

اوبه یو داسې الهي نعمت دی چې هیڅ انسان ترېنه سترګې نشي پټولای او ځینې داسې کېمیاوې
ځانګړتیاوې لري، چې له فطري شریعت مطابق او له ساینس سره کوم ټکر او بد اړخ هم نلري.

د اوبو تر ټولو بله لویه ځانګړتیا دا ده چې غوره محلول (Solvent) دی، یعنې هر شی او هره کیمیاوي ماده په اوبو کې په اسانۍ سره حل کېدلی شي او په ډېرو کېمیاوي تعاملاتو کې د کتلست (Catalyst) دنده ترسره کوي، په تعامل کې چټکي راولي او خنډونه له منځه وړي.

د معدني موادو د ښه حل کېدو له کبله اوبه چې په هره سیمه، ویاله، رود، سیند او لښتي کې بهیږي، ځمکه خورا ښیرازه او خړوبه کوي، له همدې کبله اوبه د کرهڼې لپاره یو ژوند ژواک بلل کېږي او اوبو ته د ژوند یوه کړۍ هم ویل کېږی؛ د زرعت له پلوه هغه اوبه ډېرې ښې وې چې پر ډېر واټن باندې بهیږي او مختلف معدني مواد له ځانه سره وړي، که چیرې دا اوبه پر ځمکو بهیږي، نو هغه ځمکه د جنت په یوې ټوټې بدلوې، زرغونه کوي یې او یوه وچه او شاړه صحرا او بدیا په یوه سمسور شنه چمن او بڼ باندې بدلوي. بل لور ته که همدا اوبه یوه جهیل او یا هم سمندر ته پر ریګستان باندې وبهیږي؛ نو هغه به د شین زرغون بخمل په څیر ښکلی واړوي.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x