دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه ((11 برخه ))

عبدالغفار جُبير

۵۱: سوال: د ټیغونو سره مي و خولې ته اوبه راغلې روژه مي څنګه ده؟\

ځواب:
که یوسړي په پیشلمي باندی ډیره ډوډۍ خوړلې وي او تر لمر راختلو وروسته ئې له ټیغو سره اوبه راتلې دا روژه نه ماتوي.
(فتاوی رشیدیه: ۳۷۱)

۵۲: سوال: په روژه کي سر غوړول څنګه دی؟
ځواب:

د روژې په حالت کی سر غوړل هیڅ پروا نلري.
(شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)

۵۳: سوال: په روژه کي پر سر باندي لوند دسمال ایښوول څنګه دی؟
ځواب:
د روژې په حالت کي کالي لندول، یا پر سر باندی لوند دسمال اچول هیڅ پروا نلري.
( فتاوای دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۰۵)

۵۴: سوال: و میرمنې ته مي په شهوت سره وکتل او انزال شوم اوس مي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که میړه و خپلی ماینې ته په شهوت سره وکتل او یایې د هغې خیال په زړه کي راوستی چی له کبله ئې انزال شو نو روژه ئې نه ده فاسده. (درمختارزکریا ۳/ ۳۶۷)

۵۵: سوال: و پزي ته مي د اګربتۍ دود ننوتی روژه مي څنګه ده؟
ځواب:
که یو څوک د روژې په حالت کي د اګربتۍ دود په پزه یا خوله ننباسي نو روژه فاسدیږي. یو هغه صورت دی چی یو څوک وهغه ځای ته نژدې تیریږي چی هلته اګربتۍ لګیږي او دی یی د بوی حس وکړی په هغه حالت کی نه ماتیږي .
(شامی زکریا۳/ ۳۶۶)

۵۶: سوال: په روژه کي د اوبو یا دوا بخار په خوله کي ننوتل څنګه دی؟
ځواب:
د اوبو او یا دوا په بخار سره روژه فاسدیږي، همداحکم د نفس تنګۍ کي دتسکین دآلې (انهیلر) هم دی.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۶)

۵۷: سوال: په زور سره قی وهل په روژه کي څنګه دی؟
ځواب:
که د روژې په حالت کي قصداً قی وواهل شي او خوله ډکه شوه په دې صورت کي روژه په اتفاق سره ماته ده.
(درمختار زکریا ۳/ ۳۹۳)

۵۸: سوال: که چیري و حلق ته د پزي وینه ولاړه شي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که د روژه دار پزه وینه شي او وینه ئې حلق ته ولاړه شي روژه ئې ماته ده.
(تاتارخانیه ۲/ ۳۶۹)

۵۹: سوال: که د غرغړې په حالت کي و ستونی ته اوبه ولاړي شي روژه څنګه ده؟
ځواب:
د غرغړې په وخت که چیری اوبه و حلق ته ولاړي شي او روژه ئې هم په یاد وي نو روژه ئې ماته ده او کفاره واجبه نه ده.
(شامی زکریا۳/ ۳۷۴)

۶۰: سوال: په پزه او غوږو کي تیل وراچول روژه ماتوي که یا؟
ځواب:
که په پزه یا غوږ کي تیل واچول شي او یا د شا(مقعدی)له لوری دوا داخله شی روژه ماتیږي مګر کفاره یی واجبه نه ده.
(هدایه ۱/ ۲۲۰)

۶۱: سوال: که یو څوک یا په غلطۍ او یا په زور سره روژه ماته کړي حکم یې څه دی؟
ځواب:
که یو چا په غلطۍ او یا په زور سره روژه ماته کړه په دې صورت کي صرف قضاء شته او کفاره ئې واجبه نه ده.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)

۶۲: سوال: په روژه کي وړوکي شګي یا خاوره خوړل څنګه دي؟
ځواب:
د وړو شګو یا خاوری په خوړلو سره هم روژه ماتیږي خو صرف قضاء یې شته او کفاره ئې نشته.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)

۶۳: سوال: که چیري د وریو وینه و حلق ته ولاړه شي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که چیری و ستونی ته د غاښونو د وریو وینه ولاړه شي- روژه په ماتیږي قضاء ئې شته خو کفاره ئې نشته.
(هندیه ۱/ ۲۰۴ا…

۶۴: سوال: په چلم او سګریټو سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب:
که چیری یو څوک په روژه کی چیلم او یا سګریټ و څکوي روژه ماتیږي، قضاء ئې شته خو کفاره ئې نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۶۱۵)

۶۵: سوال: په روژه کي د میرمنې مچول او په غیږ کي نیول څنګه دي؟
ځواب:
که له ښځې څخه د مچولو یا غیږ کي نیولو په وخت کی سړی انزال شو روژه ئې ماتیږي قضاء ئې شته کفاره نشته. نو احتیاط په کاردی، او که چیري د انزال بیره نه وي پروا نه کوي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۱۷)

۶۶: سوال: تر احتلام (شیطان خطاایستلو ) وروسته مي روژه ماته کړه اوس کفاره را باندي شته که یا؟
ځواب:
په احتلام سره روژه نه ماتیږي، که یوڅوک احتلام شوی وو او بیایی په غلطۍ سره روژه ماته کړه صرف قضاء یی شته خو کفاره ئې نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۲۱)

۶۷: سوال: که یوڅوک سخت ناروغه شی او روژه ماته کړي کفاره شته که یا؟
ځواب:
که یوڅوک سخت ناروغه شي او روژه ماته کړي قضاء یی شته او کفاره ئې نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۲۲)

۶۸: سوال: د حیض د راتګ سره مي روژه ماته کړه د روژې حکم مي څه دی؟
ځواب: قضاء شته او کفاره نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۲۸)

۶۹: سوال: که یوڅوک د ښځې سره په زور جماع وکړل د روژې حکم یې څه دی؟
ځواب:
که په روژه کی د ښځې سره په زور جماع وشي نو پر ښځې صرف قضاء لازمه ده کفاره نشته. خو پر سړي هم قضاء شته او هم کفاره
(هندیه ۱/ ۲۰۵)

۷۰: سوال: که د ښځې د مخ په شرمګاه کي دوا واچول شی روژه یې څنګه ده؟
ځواب:
که کومه ښځه د مخ په شرمګاه کي دوا واچوی روژه ئې ماتیږي.
( البحرالرائق زکریا۲/ ۴۸۸)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x