افغانستان

پکتیا: نامعلومو وسلوالو ۱۲ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې / انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې نامعلومو وسلوالو د روژه ماتې پر مهال په یوه جومات کې دننه پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت ویلي چې برید تېره شپه د روژه ماتې پر مهال د ښار اړوند د «زاهو» په سیمه کې تر سره شو، چې له امله یې ۳ لمونځ کوونکې مړه او څلور نور ټپيان شول.

حسرت پرته له دې چې پر کومې ډلې تور پوري کړي، وویل چې بریدګر په یوه سراچه ډوله موټر کې راغلي وه او بیرته وتښتېدل.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو هم د یادي پيښې یادونه کړې او ویلي چې ۳ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپيان دي.

باید وویل شي چې د دې پيښې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم د پکتیا ولایت چارواکو کومې ډلې ته منسوب کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه پېښه کې طالبان هیڅ لاس نه لري، بلکې هر هغه پېښه په کلکو ټکو غندي چې ملکي وګړي په کښي په نښه کیږي.

د یادونې وړ ده چې نن د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه د کابل، خوست او هرات پر وروستیو پيښو ملي ماتم اعلان شوی او د ولس څخه غوښتنه شوې چې په جوماتونو کې شهیدانو ته د ثواب رسولو په خاطر د قرآن کریم ختمونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

زما په اند دا د داخلی او خارجی استخباراتو وحشی کړنی دی ، وایی په تا می وس نه راسی مړ به دی دا دا کړم ، اشغلګر چه نظامی ، مالی ، سیاسی او داسی نورو ټولو ډګرو کی د اخری ماتو او شرمونو سره مخ دی اوس یی دی فتنو ته مخه کړی چه د خلکو تر مڼخ داخلی شخړی رامنځته او پړه یی کله په رسمی او کله په غیر رسمی ډول په طالبانو وروتپی او په دی ډول کی وکولای خپل عمر څو ورځی اوږد کړی او یا خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی، مګر زه باور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x