نظــر

خوشې شوي بنديان رښتيا هم خطرناک و او که خطرناک به شي؟

يو ځوان ديني عالم چې زه له نږدې ورسره پژنم د خوست په يوه ديني مدرسه کې يي د مدرس او استاد په توګه دنده سرته رسوله دغه ځوان عالم په همدغه مدرسه کې څلور کاله زده کړې وکړي او له همدې ځاى څخه يې د فراغت اسناد واخيستل او د استاد په توګه په همدې مدرسه کې غوره شو.
په همدې مدرسه باندې د شمير له مخې په کال کې پنځلس چاپې د ير غلګرو او د دوۍ دلاس پوڅو له لوري اچول کېدلې.

او هر ځل به يې ور څخه يو استاد او طالب العلمان وړل بلاخره د مدرسې استادانو مشوره او پريکړه وکړه چې نور به استادان ځانونه نه ور پېژني چې زه دلته استاد يم بلکې دعادي طالب العلم په توګه به ځان ور پېژنې .

هر وخت به مو د شپې انتظار کاو چې چاپه به راشي خو دا ځل د سهار په چاى څښلو بوخت و چې د يرغلګرو ټانګونه دمدرسې مخ ته ودريدل د معمول په څير ډيرې رنباړې،لاسونه پورته کړئ،را بهرشئ غږونه وکړل

او د استادانو پوښتنې يي پيل کړې په مونږ هم هغه د چا خبره چاى زهر شو او له کوټو څخه ور بهر شو په ليکو يي سره کتار کښينولو او پوښتنې يې شروع کړې د استادانو پوښتنې يې کولي خو طالب العلمانو نه ور په ګوته کول دوۍ هم يو وړوکى طالب العلم په څپيړه وواهه او ورته يې وويل: د چا څخه درس وايي او استاد دي کوم يو ده؟

واړه طالب العلم هم همدغه ځوان عالم ور په ګوته کړ چې له ده څخه درس وايم.

استاد يې زمونږ له ليکو څخه پورته او يو ګوښه ځاى کې کښينولو او د نورو استادانو او د مدرسې د مشر په اړه ور څخه پوښتنې پيل کړې کله چې پوه شول چې نور استادان او د مدرسي مشر په لاس نه راځي همدغه عالم يې د مدرسې د انګړ په منځ کي کښېناو او له پخلنځاى څخه يې د مصرف شويو تشو غوړيو بوشکې را ووېستلې او هم يې هغه لينونه چې مدرسه کې و را ټول،او د مولوي صيب مخ ته يې کتار کېښودل عکسونه يې ورڅخه واخيستل او له ځان سره يي مولوي صيب بوتلو خو تشې بوشکې يې په خپل ځاى پرېښودلې د مدرسې استادانو هم په بيړه يادې بوشکې له مدرسې څخه لرې کړې ترڅو بل استاد او طالب العلم ته پرې د خطر دوسيه جوړه او خطرناک نشي!!

د کال په تېريدو مو له رسنيو واوريدل چې د کابل د ادارې او دبګرام د ادارې تر منځه د ځينو بنديانو د خلاصون په اړه ناندرۍ او ګوت څنډنې رواني دي.

د څه وخت په تيريدو خبر شو چې ٦٥خطرناک بنديان خلاص شول يو هم پکې همدغه ياداستاد و کله به مو چې په کوم ملګري د تلفون له لارې زېرى وکړ چې مولوي صيب را خلاص شوئ هغه به وخندل او وبه يې ويل: دى هم په خطرناکو کې و؟!!

په ځواب کې به مو ورته وويل خطرناک نه و خو خطرناک به شي!

سهار افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x