
فیصل قاسم: د عربو اختلافات د نړیوالو قوتونو لپاره «لنګه غوا» ده
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د الجزیرې خبریال فیصل قاسم پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د نړیوالو قوتونو په خبرو مه غولیږئ، چې وايي مونږ په منځني ختیځ کې د هیوادونو تر منځ ښې اړیکې غواړو، ځکه چې ددوی ګټه د عربو په خپل منځي اختلاف کې ده.
نوموړي ویلي چې د عربي هیوادونو تر منځ اختلافات په سیمه کې د حریصو قوتونو لپاره د «سرو زرو کان» یا په بله اصطلاح لنګه غوا ده.
الخلافات العربية منجم ذهب لكل الطامعين بالمنطقة. لا تصدقوا ان هناك قوى كبرى تريد الوئام في المنطقة طالما ان الصراعات أربح لها بكثير
— فيصل القاسم (@kasimf) June 10, 2017
فیصل قاسم چې د الجزیره تلویزون تر ټولو جنجالي پروګرام «الاتجاه المعاکس» تقدیموي، او په ټویټر کې تر څلور نیم ملیونه زیات متابعین «فالورز» لري، د قطر په پلازمینه دوحه کې اوسیږي، نوموړي په یوه بل ټویټ کې د ترکي شلومبو صفت کړی او ویلي چې له ډېره وخته مې زړه وو ترکیې ته ولاړ سم او د ترکیې شلومبې وڅیښم، خو خدای دا دي د خپل کور تر څنګ په مارکیټ کې راته ورسولې.
كنت انتظر دائماً زيارة تركيا كي أتذوق اللبن الرائب التركي، فمذاقه متعة. اليوم اشتريته من السوبرماركت قرب منزلي في الدوحة. آآآآه.. شوووو طيب! pic.twitter.com/XRVl979c3B
— فيصل القاسم (@kasimf) June 10, 2017
د خلیجي هیوادونو د بندیز وروسته په قطر کې په ځانګړي ډول لبنیات، چرګ غوښې او ځیني سبزیجات کم شول ځکه چې دغه مواد د سعودي څخه صادرېدل، خو د بندیزونو وروسته د سعودي صادراتو ځای د ترکیې صادراتو ونیوی.
باید وویل شي چې امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، روسیې او نورو ګڼ شمېر هیوادونو پر خلیجي هیوادونو غږ کړی چې خپل منځي اختلاف د خبرو له لاري حل کړی.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ په صراحت سره د سعودي غوښتنه تکرار کړه او د قطر څخه یې وغوښته چې د تروریزم ملاتړ دي بس کړي.
د هغه تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د قطر څخه وغوښتل چې د سعودي او امارات غوښتنو ته جواب ووايي.
سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي هر اړخیز اقتصادي، سیاسي، او تجارتي بندیزونه لګولي دي او دغه هیواد یې محاصره کړی دی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د قطر څخه په یوه خبري ناسته کې وویل که قطر غواړي بندیزونه ځیني لیري شي، د اخوان المسلمین او حماس ډلې له ملاتړه دي لاس واخلي.
دسعودی حکومت قطرته وایی زموږ غوندی دکفاروملګری سی یعنی اسلام پریږدۍ:يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۱﴾المائده،معنی:اۍ مؤمنانومه جوړیږۍ تاسودوستان دیهودواونصاراوودوستان ځنی دوستان ددوی دی اوڅوک چه دوستان ونسی دوی له تاسونه نوبیشکه هغه له دوی نه دی بیشکه الله هدایت نه کوی قوم دظالمانوته.نوسعودی قطرته وایی چه لکه موږغوندی دکفاروملګری سۍ یعنی اسلام ددی موقتی ژوند په خاطرپریږدۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
قطر محاصره نه یو خپلواک هیواد دی چه د دجال غلامانو ته په ( هو ) نه په ( نه ) ځواب ورکوی، یو متل دی وایی ښځو کی هم نارینه شته یعنی ښځو کی هم غیرتی ښځی شته ، زما مطلب دا نه چه د قطر شیخانو ته می د ښځی نوم ورکړی وی او بیا ښځی هم د ادم ع اولاده ، زمونږ میندی ، خویندی ، لوڼه او میرمنی دی مونږ له دوی او دوی له مونږ پیدا دی د نړی نیمه برخه نفوس جوړوی ، مګر دا چه طبیعی جوړشت یی د نارینه په کچه پیاوړی… نور لوستل »