
د سني علماو ټولنې د قطر محاصره ناجایزه وبلله / ویډیو
نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د سني علماو په نامه ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر قطر باندي د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري هر اړخیز بندیزونه او محاصره د شریعت خلاف بللې ده او یوه خبرپاڼه یې نشر کړې چې تر سل زیاتو علماو باندي لاسلیکونه کړي دي، د بیان مهم او اساسي ټکې په لاندي ډول دي:
۱- پر قطر باندي بندیزونه او محاصره شرعا ناجایز ده.
۲- محاصره باید ژر تر ژره ختمه شي.
۳- د مسلمانو هیوادونو په منځ کې باید د ورورولۍ پر اساس تعامل وشي.
۴- د اشغالګرو یهودونو پر ضد جهاد یو مشروع کار دی، باید د کومک څخه یې څوک پر شا نه شي.
۵- هغه دیني شخصیتونه چې د قطر د محاصرې په حق کې بیانونه ورکړي دي، هغه ټوله سیاسي اړخ لري، د شریعت څخه لیري دي.
۶- هغه عسکر او ظابطان چې د محاصرې په تطبیق کې شریک دي، معاش یې حرام دی.
۷- د علماو نومونه د تروریزم په تور لیست کې اچول د نبي صلی الله علیه وسلم د وارثانو په حق کې لوی جرم دی.
۸- هغه علماو چې د حق تر څنګ ودرېدل، او د خدای په لاره کې وېره ونه کړه، د ستاینې وړ دي.
بشپړ بیان او د علماو نومونه د سني علماو د ټولنې پر پاڼه لاندي لینک کې: