نظــر

د افغان او مسلمان کلمه د تذکیرو چا لیري کړه!!!

دغربیانو مشهور متل دادی: تفرقه واچوئ اوحکومت وکړئ

دېته په کتوسره دوی په خپل دغه متل اوورسر ه نور متلونوچې او به خړي کړه او ماهیان په کې نیسه تر ډېره توانیدلې د مسلمانانو او افغانانو په منځ کې دبې اتفاقۍ او ځان ځانۍ تخم وشندي .

دپردی ترشاه دوی هڅه کوي چې دخپل لاس جوړشوی الې دډالروبچیان ،مزدر انوته يوڅه چې داسلامیت اوملت دتباه کیدوباغث کیږی ورمخې ته کړي ترټولولوی مثال په لیکترونیکي تذکیر وداسلام اوفغانیت تورونه ځای کول ښايي.

دوی په ښکاره دافغانانوپه خوله ځان نه ورکوي چې بیايې په غوڅ اکثريت سره  دټول ولس دحساسیت اوغبرګون سره مخکیږي ،نو دوی کوښښ کوي چې هم ثواب اوخر ما چې دوی ښکا ره نه شي اوهم يې کارانجام شي یانې بې اتفاقۍ په ټولنه کې واچوي.

په يومجله کې مې ولوست چې غربیانو ددې عاملین دي چې له تذکیرو يې د اسلام او افغان کلیمه لیري کړي ، ورځ مجله یې متن داسې لیکي:

د افغانستان په نوې تذکره کې د اسلام او ورسره د افغان ليکنې ځاى يا ځايونه له منځه وړل شويدي چې د کابل د غلامي اداري پر خلاف د ټول افغان اولس احساسات را پاريدلي دي په پکتيا کې په لومړي ځل او بيا په ننگرهار کې ددې عمل پر خلاف مظاهره وشوه او هم ولسي جرگې ته د اعتراض په شکل يو ليک وړاندې کړل شو چې د افغانانو د سپکاوي پر خلاف دى اقدامات وشي. په تذکره کې د اسلام د خانې او هم ورسره د افغان د خانې د ليکنو د ځايونو له منځه وړل په ښکاره ددې معنى ورکوي چې تذکره لرونکي به نه مسلمان او نه افغانان وي.
د ١٢٠ کاله را پدې خوا چې د لوى افغانستان د ويش عمل پيل شوى دى يو پر بل پسې د نړۍ د نقشې نه د مسلمان افغان او افغانستان نوم ويستل کېږي.

د نوې تذکرې په اړه چې د افغان او مذهب “مسلمان” خانه ترې له منځه وړل شوې د ا مريکا لخوا د افغانستان اولس په خلاف د څو پروپاگنډيزو راډيوگانو په وسيله د غير افغانانو سره په کابل کې مرکي وشوې چې ځانگړو شوو کسانو د دې عمل پر خلاف هيڅ غبرگون ونښود دا چې افغان اولس د دې تذکرو له اخيتنې انکار کړى دى دا يو پر ځاى عمل دى ځکه چې په افغاني تعليمي نصاب کې د اسلام، جهاد او افغانيت جملې هم د همدې ډول سازش له مخې  له منځه وړل شوي دي.

د امريکا لخوا د افغان اولس پر خلاف د مرستو او دوستۍ په نامه د افغاني هويت پيژندنې کړئ يو د بل پسې تړلي دي خو لکه څرنگه چې افغان مسلمان اولس په خپل غبرگون سره د ټولو ديسيو ځواب ويلى دارنگه د نوو تذکرو اخيستلو څخه انکار کول هم خپل کلتور د پرځاى ساتلو لپاره يو ستر جهاد دى معنى دا چې څوک افغان وي هغه به دا د کابل د غلامۍ ادارې د غلام نظرو جوړه تذکره نه اخلي او که څو تنه په ډالرو پلورل شوي کسان يې واخلي بيا خو دا خپله سابته وي چې دا ډول کسان نه افغانان او نه مسلمانان دي امريکا تل افغانان سپک کړي دي خو يو شمير بې ضميره او بې ايمانه کسان چې لومړى يې تعليمي نصاب جوړ کړ بيا يې د تذکرې په جوړولو پيل وکړ دوى به يې په ډالرو څومره نازولي وي چې د اسلاميت او افغانيت يې لاس په سر کړى دى څومره کورنيو ته به يې د امريکا ويزې برابرې کړې وي چې د امريکا ويزې يې کورنيو ته برابرې کړي هغه کسان نه افغانان او نه مسلمانان پاتې دي

دلته داجوتیږي چې امریکا اوغربیان له افغانانو او مسلمانانو په ویره کې دي که چیري دوی سره متحد شول نو شوني ده چې مسلمان بیا دوی کلیساګاني ورړنګي کړي اود دوي په کیساګانو باندې اسلامي توغ ورپیږي نوځکه يې دکرغیړني کړنې ته لاس اوږد کړو تر څو دافغاني هویت څخه داسلام اوافغان کلیمه لیري کړي دوی داسې فکرکوي که چیرته د افغان هویت څخه داسلام افغانیت کلمیه لیري نه کړه شي، نو دوی به په يووالي پاتي شي، حال دا چې افغان قوم يو نه بيليدونکى قوم او په يو اسلام او يو افغانستان کې چې اوسېږي سره يو دي ارواښاد ملنگ جان پدې اړه ويلي دي.

دلته هرڅوک چې اوسېږي يو افغان دى
تور او سپين پيدا کول ملي تاوان دى
لوى هېواد به په ملي وحدت جوړېږي
دا زمونږه عقيده دا مو ايمان دى

لیکوال : زاهد الله توحیدیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x