نړۍ

قطر: د څلور هیوادونو محاصرې ته مونږ تر ابده تیار یو / ویډیو

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني روسیې ته تللی وو او هلته یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف سره وکتل.

نوموړي تر دغه لیدنې وروسته د «روسیا الیوم/ RT» تلویزون سره اوږده مرکه وکړه.

په مرکه کې نوموړي وویل چې د څلورو هیوادونو له لوري محاصره د شخړې حل نه دی او نه د اوس زمانې هیوادونه په ورته توګه خپل منځي مشکلات سره حل کوي، که دغه هیوادونه غواړي شخړه حل کړي، خپلې غوښتنې دي په واضحو ټکو وړاندي کړي. «اوس خو دوی هسي تهمتونه لګوي او عامي خبري کوي». او زیاته یې کړه چې دغه هیوادونه که غواړي په محاصره سره د قطر استقلال وګواښي، نو مونږ تر ابده محاصرې ته تیار یو.

اخوان المسلمین او حماس:

نوموړي وویل چې مونږ یو دولت یو، هر وخت مو د دولت سره تعامل کړی، هغه که تونس، لیبیا، مصر او یا بل هر ځای وي. اخوان المسلمین په مصر کې واکمن وه او مونږ د یو حکومت په توګه ورسره تعامل کړی دی، او حماس ډله د ټولې عربي نړۍ په اجماع د یهودو پر ضد یوه مقاومت کوونکې ډله ده، زمونږ تعامل د هغوی سره د فلسطینیانو تر منځ د جوړي را منځته کولو لپاره دی، چې ټوله عربي هیوادونه په دغه اړه په اعتماد کې اخیستل شوي او په دوحه کې په دې اړه مسلسلې ناستي شوي دي.

نوموړي وویل چې مونږ د فلسطیني ولس سره کومک کوو او دا کومک به مونږ د یوه او بل چا په ویلو بند نه کړو.

ایران:

د ایران سره د اړیکو په اړه یې وویل چې سعودي او امارات مونږ په دې تور چې د ایران سره اړیکې لرو، محاصره کوي او هر اړخیز بندیزونه راباندي لګوي، په داسي حال کې چې امارت د چین وروسته د ایران سره د نړۍ په سطحه زیات تجارت لري او همداسي سعودي تر قطر زیات تجارت ورسره لري، ایران د خلیجي هیوادونو ګاونډی هیواد دی باید په امن کې ژوند ورسره وسي، همدا زمونږ د خلیجي تعاون تګلاره ده چې ټول باندي متفق دي، او بیا که دغه تور وي، نو دوی خو پر ایران هم ورته بندیزونه نه دي لګولي. او زیاته یې کړه: مونږ که د ایران او یا بل هر چا سره اړیکې نیسو، هغه به شفافي او د ټولي نړۍ په وړاندي وي.

الجزیره تلویزون:

ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا د یادو هیوادونو سره د جوړ جاړۍ په صورت کې به الجزیره تلویزون بند کړئ که چیري وغوښتل شول؟ نوموړي وویل چې مونږ د خلیجي هیوادونو سره یوازي د خلیجي هیوادونو په حدودو کې تفاهم ته تیار یو، تر دې بیرون په هیڅ ډول هیڅ خبره باندي تنازل نه کوو، الجزیره په هیڅ توګه په دې حساب کې نه شي راتلای.

د ټرمپ څرګندوني او امریکا موقف:

محمد بن عبدالرحمن وویل چې ټرمپ باید په شخړه کې د مقابل اړخ خبرو ته غوږ ونه نیسي، بلکې حقایقو ته وګوري، خپل بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او نورو ادارو ته غوږ ونیسي.

تورلیست:

نوموړي وویل چې تور لیست مونږ نه منو، په دغه لیست کې د قطر خیریه موسسې چې د ملګرو ملتونو سره په ډېرو ځایونو کې همکاري کوي او په ګډه کار کوي، او همداسي دیني او وطني شخصیتونه په تروریزم تورن شوي، هیڅ د منلو نه دي، بلکې هیڅ څوک یې نه ورسره مني، دوی دا نشي ویلای چې پر کوم اساس یې دغه خلک په تور لیست کې اچولي دي.

باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي هر اړخیز بندیزونه ولګول او دغه هیواد یې د ایران سره په اړیکو، اخوان المسلمین او حماس په ملاتړ تورن کړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې یاد هیوادونه اوس د نورو هیوادونو سره اړیکې نیسي او هغوی هم د قطر پر ضد بندیزونو ته را بولي.

نوموړي وویل چې روسیې ته ددې لپاره راغلی، تر څو د روسیې حکومت ته د شخړي شالید او ټول اړخونه روښانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x