شعـــــرونه

ټول هیواد غزل/ شرافت وياړ

شرافت وياړ

پګړۍ د ننـګ وهلې ده پکتیا کږه وږه’
بلا یې له غرو ووته پـر ملا کږه وږه’

کابل یې د سر ګل دی ټول هیواد ورباندې ویاړي’
پر شونډو یې اوس نه ښـــکاري موسکا کږه وږه’

کندوز په دې وروستیو کې بـلا لوبې وروکړې’
بریا یې مل وه هر ځای په خندا کږه وږه’

وردګ لوګر غزني او له زابل نه که روغ تېر شي’
په مخ کې یې پرته پکتیکا کږه وږه’

هرات پروان نیمروز او قندهار د ننګ سمبول دي’
په څنګ کې یې ودانه ده فراه کږه وږه’

لغمان غور بدخشان کنړ هلمند ښه سبق ورکړ’
پرته یې ده په غرو کې اژدها کږه وږه’

فاریاب بلخ او جوزجان په پسرلي بلا مزه کآ’
چې ړنګه یې شي غېږه کـې برېښنا کږه وږه’

قلم یې د کاروان د واړه خوست د سر شمله ده’
څرګنده پکې ځکه ده رڼا کږه وږه’

ښایست کې نورستان له ننګرهاره ښایسته دی’
بامیان او سرپل کې شوه دنیا کږه وږه’

پنجشېر دایکندي تخار او ښکلی سمنګان مو’
نازېږي په نوموړې کاپـیـسا کږه وږه’

بغلان د ډېرو سترو او درنو جګړو شاهد دی’
په نوم یې د جانان ځـــار کړه ښکلا کږه وږه’

نوموړي بادغېس کرلي لارو کې ماینونه’
د هر غازي یې سر شي تمنا کږه وږه’

په عجز او ژړا راسره یو ځای آمین وایــاست’
تر عرشه چې مو لاړه شي دعـــاء کږه وږه’

ټټر ورسره مه وهه دا هغه شرافت دی’
چې شوه یې په هیواد کې امریکا کږه وږه’

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x