افغانستان

حکمتیار له قطب الدین هلال څخه د ملاتړ اعلان وکړ

نن ټکی آسیا: د حزب اسلامي د حکمتیار ښاخي مشر رسنیو ته په استولې اعلامیه کې د خپلې اجرائیه شورا له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړ کاندید او د حزب د سیاسي کمیټي د مخکني مشر قطب الدین هلال ملاتړ اعلان کړ .

د دې ډلې د سياسي چارو مسؤل غيرت بهير پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې د دوى اجرائيه شورا نن په خپله غونډه کې د قطب الدين هلال د ملاتړ پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړې، چې حزب اسلامي په افغانستان کې خپلو ټولو پلويانو او ملاتړو ته ويلي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو قطب الدين هلال ته رايه ورکړي.
سرچېنه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې ډاکتر بهير یو ځل بیا د يوې پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و او دلته يې له ځينو سياسي کړيو سره ليدنې کړې وې.
ښاغلي بهیر ويلي چې د خپلو ليدنو بشپړ راپور يې په ليکلې بڼه خپل مشر حکمتیار ته لېږلى و.
د نوموړي په وينا، د مشرتابه له خوا له وړانديزونو او مشورو وروسته پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو ټاکنو له قطب الدين هلال څخه ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x