شعـــــرونه

نعت شريف/ عبدالقدوس فاتح

 

عبدالقدوس فاتح

ډير راته ياديــږي ستا حــــرم ، نبي سلطانه
کله به درځمـــه ستا تر چــــم ، نبي سلطانه

زړه مې راخَړُوبْ کړه دخپل وَصلْ په کوثر باندې
تږی له مــــودو يم ، په عجــم ، نبي سلطانه

أفضَـلُ الرُّسُـلْ ، نورالهُـــدی ، خیرالورا نبـي
عرش باندې دې ایښی دی قدم ، نبي سلطانه

تريخې د حَنْظَلْ غوندې دي ستا د فراقتْ شيبې
سترګو کښې غړيږي مې تل نم ، نبي سلطانه

کاش چې د اُحُـدْ په مَعرَکة دې مخ ته ډالْ ولـم
زه په وينو سور وای،ته روغ سمْ ، نبي سلطانه

رنځ مې د زړه ډېر شو بې له تا کلــه رغيږمه
هِجـرْ دې ځپلـی ، يـــــم بې دم ، نبي سلطانه

بې له شفاعـتْ مو جوګه نه يم د جنَّـتْ د ژوند
وَړْ یم د جحيـــم ، ډير عاصـي يم ، نبي سلطانه

کلـه چې فاتح ستاسو صفات شعر کښې ليکمه
شم ګوته په غاښ ، کیدم قلـــم ، نبي سلطانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x