نظــر

د ولسونو او نظامونو په جوړولو او ورانولو کې د تعليم، فکر او فرهنګ نقش (څلورمه برخه)

مولوي عبدالهادي مجاهد

حکومتي تعليمي نصابونه او غرب پلوې مطبوعات په اسلامي نړۍ کې د غرب د برلاسۍ دوه خطرناکې وسيلې:

غربي استعماري هېوادونو د اسلامي نړۍ د تسخيرولو لپاره هر ډول پوځي،استخباراتي، سياسي، اقتصادي، تعليمي او فکري وسائل کارولي دي، او په دې ټولو ډګرونوکې يې ښه ډېر مصاريف هم کړي دي. افغانستان هم هغه هېواد دی چې د نيولو په لاره کې يې استعماري هېوادونو ځانونه ستړي کړي دي. خو دا چې د تاريخ په اوږدو کې په افغانستان كې د يرغلګرو پښې نه دي ټينګې شوې، او هر ځل له دې خاورې سرماتي او شرمېدلي وتلي نو يرغلګر هم د خپلو څېړنو او تجاربو له مخې د افغانانو د دغې مېړانې او معنوي قوت د سرچيني د ميندلو په هڅو كې دې نتيجې ته ورسېدل چې تر څو يې چې افغانان له خپلو معنوي ارزښتونو او خپل اصيل اسلامي او افغاني فرهنګ څخه منحرف کړي او د غرب په بې لارې او غير فطري فرهنګ كې منحل کړي نه وي نو هېڅكله به د دې خاورې په دایمي اشغال کې بريالي نشي. هماغه وو چې له ډېر پخوا راهيسې غربي هېوادونو په افغانستان کې د تعليم، فکر او فرهنګ په ډګرونو کې خپل فعاليتونه شروع کړل ، او افغانان يې تر خپلو فکري، عقائدي او سياسي تأثيراتو لاندې راوستل.

په افغانستان کې د غربيانو د تعليمي او فکري تأثېرګذارۍ په سلسله کې خبره تر دې ځايه ورسېده چې حتی دولتي تعليمي ادارې هم په غربي هېوادونو پورې وتړل شوې، او په نصابونو کې يې د غربيانو ژبې او مفاهيم ځای پر ځای شول. د مثال په ډول: د استقلال ليسه د فرانسويانو لخوا، د اماني ليسه د جرمنيانو لخوا، د كابل پوليتخنيك د روسانو لخوا، د كابل پوهنتون د امريكايانو لخوا حمايه کېدل، او د همدغو هېوادونو ژبې وركې تدريسېدلې او فرهنګ يې وركې افغانانو ته تلقين كېده.

كله چې د نوي نسل غرب پلوي مشران د چارو د واګیو او د صلاحيتونو خاوندان شول، نو د هر ډول غربي فرهنګ او بې لاريتوب پر مخ يې د هېواد دروازې په پراخ ډول ورخلاصې کړې، او د بې دينۍ، فحشاء او بربنډتوب لپاره يې تبليغات وكړل، چې په نتيجه كې يې د لكونو افغاني نجونو او مېرمنو له سر ه پړوني وغورځول. خو چې په دې يې هم بسنه ونشوه، نو نجونې او مېرمنې يې په مكتبونو او دولتي دوائرو كې د (موډ) او (فيشن) په نامه د كميسونو لنډولو او د پرتوګونو غورځولو ته تشويق كړې چې هره ورځ به په ښارونو كې په لسګونو زره افغاني خويندې او ميندې د اروپايانو په څېر بې پردې، بې پرتوګه او لوڅې پونډۍ گرځېدلې، او دا هر څه د تمدن او ترقۍ تر عنوان لاندې تر سره کېدل.

كافرو يرغلګرو د خپلو پرله پسې يرغلونو او عسکري اشغال په زور له مسلمانو ښځو حيا او پرده ليرې نه كړاى
شوه، خو دغو افغانانو چې د غرب په فرهنګ لوی شوي او رنګ شوي وو جامې هم ورڅخه و ايستلې.

په حقيقت كې د افغاني ټولنې په بې لارې کولو کې داخلي (فرهنګيانو) تر خارجي (فرنګيانو) خطرناك نقش ولوباوه. دوئ د هېواد نشرات او مطبوعات د غربي فرهنګ د خپرولو لپاره په يومخيز ډول وقف كړي ول. دوئ د هېواد په ښارونو كې د ځوانانو داسې يو نسل وروزه چې د غرب لوېدلی او بې معنويته فرهنګ ورته تر اسلام او افغاني فرهنګي ارزښتونو ډېر غوره ښكارېده.

امريکايانو د افغانستان د اشغالولو تر څنګ د افغانانو نصابونه او مطبوعات هم اشغال کړل

دا ځل چې امريكا او انګريزانو د نورو غربيانو په ملتيا زموږ پر هېواد او دين يو ځل بيا پوځي يرغل وكړ، د هېواد شرعي حاكميت يې له منځه يوووړ، په زرګونو بې ګناه انسانان يې ووژل، ښځې يې كونډې او ماشومان يى يتيمان كړل، او د افغانانو د سياسي او فرهنګي سرنوشت واګي يې په خپل لاس كې واخيستل، نو بيا يې هم له ځان سره داسې غرب پلوي افغانان ملګري کړل چې د دوئ ټول جنايات توجيه كړي، او دغه استعماري يرغل افغانانو ته د ازادۍ، ډيموكراسۍ، مدنيت او ترقۍ په نومونو معرفي كړي.

امریکا د افغانانو او افغانستان د تسخیر لپاره په لاندې شکلونو کې له تعلیم څخه کار اخلي:

( الف) امریکا په تېرو شپاړسو کلونو کې درې ځلې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې بدلون راووست او له نصاب څخه یې د جهاد، دفاع، شهادت، غیرت، ازادۍ، اسلامي نظام، له کفارو څخه د کرکې، د اسلامي امت د یووالي او د دیني تعلیماتو او ساینسي اکتشافاتو تر منځ د ارتباط مفاهیم حذف کړل، او پر ځای یې د سولې، دېموکراسۍ، د غربیانو له نظره د بشر د حقوقو، د ښځو د آزادۍ، د ښځو او نارینه وو ترمنځ د اختلاط، موسیقۍ، ګډا، د فرهنګ په نامه د زړو افغاني خرافاتي انګیرنو او رواجونو د راژوندي کولو، د غربي ډوله مدني ټولنو د معرفي کولو او رائجولو، د هيومنيزم د فلسفې له مخې ټولو انسانانو ته په یوه سترګه د کتلو، له کفارو سره دیو ډول سیاسي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د خپلولو او د غربي او یا غرب پلوو شخصیتونو د معرفي کولو مفاهیم او مضامین ورځای کړل.

د تأسف ځای لا دا دی چې دا هرڅه يې د داسې خلکو په لاس وکړل چې ځانونه یې د اسلامي فکر مدافعين بلل، او د جهاد او هجرت په محيط کې یې د مهاجرینو او مجاهدینو په خيراتي پيسو ماسټرۍ او دوکتوراوې هم واخيستې، خو په آخر کې له خپل ټول علم او تجربې سره د اشغال د حکومت په ادارو کې د یرغلګرو تر څنګ ودرېدل.

امریکایانو د خپلې خوښې مفاهیم اکثره په ادبي، اجتماعي، تاریخي، فرهنګي او د مدني زده کړو په مضامینو کې ځای پرځای کړي دي ترڅو په پراخه پیمانه د نوي نسل په ذهن کې ځای ونیسي.

(ب) د امریکایانو له راتللو سره د افغانستان د تعلیمي حریم دروازه د هر چا پر مخ خلاصه شوه، او هر چا دلته د خپلې خوښې تعلیمي ادارې، شخصي مکتبونه، پوهنتونونه، لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه جوړ کړل، او په هغه کې یې خپل خپل نصابونه عملي کړل.

غربي هېوادونه او مؤسسات چې د دغو تعلیمي ادارو تر شا ولاړ ول له یوې خوا یې د افغانستان تعلیمي نصاب له اسلامي ارزښتونو محروم کړ، په نصاب کې د شاملو دیني کتابونو د چاپ لپاره د پيسو ورکړه ورباندې بنده کړه تر څو نوی نسل د مکتب په نصاب کې هم د دیني کتابونو له شتون څخه محروم شي، او له بلې خوا یې د ټولنې د شتمنې طبقې اولادونه د خپلو افغاني ملګرو په توسط په شخصي تعلمیي ادارو کې احتوا کړل، تر څو يې هلته په واردو شويو پردیو نصابونو وروزي.

دغه په پرديو نصابونو روزل شوی نسل به هم افغانستان په راتلونکي کې په هماغه ډول د پرديو پر لار روانوي لکه څنګه يې چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه روان کړي دي.

(ج) امریکایانو د یوې سنجول شوې توطیې په ترڅ کې د افغانستان په خلکو داسې یو تعلیمي نصاب ور تحمیل کړ چې د اسلوب، تعلیمي مېتود او د معلوماتو د سویې په لحاظ د افغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف د معلیمنو او متعلمینو له سويې او وضعیت سره مطابقت نه لري. د دې کار نتیجه دا شوه چې نه موجوده معلمین دغه د پردیو له لوري فرمایشي نصاب په سم ډول تدریسولی شي، او نه هم زده کوونکي له هغه څخه سمه استفاده کولی شي، چې پدې ډول يې معارف، معلم، شاګرد او د هغوئ سرپرستان ټول له یوه ذهني اضطراب سره مخ کړل. او چې د لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم وسره ملګري شي نو نتیجه یې د (تعلیم) پر ځای (تجهیل) راوځي، چې همدغه د غرب اوږد مهاله هدف هم دی. ځکه چې غرب او د اسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي، بلکې هڅه کوي چې د تل لپاره افغانان ځانته محتاج او له لاس لاندې وساتي. او که د تعليم په نامه څه مرستې ورکوي نو هغه هم يوازې په هغو حدودو کې وي چې خلک دې ورکې په فکري، فرهنګي او اخلاقي لحاظ په دوئ پورې وتړل شي. (نور بيا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x