دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه ((12 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۷۱: سوال: د روژې کوم صورتونه دي چي کفاره او قضاء دواړه لازمیږي؟
ځواب: کفاره څه وخت لازمیږي؟
که یومکلف نر/ښځه روژه په قصد سره پرته له کومی اشتباه خوراک وکړي، څښاک وکړي او یا هم جماع وکړي دا روژه فاسده ده نو په دغه حالت کي کفاره او قضاء دواړه لازمیږي.
(عالمګیری ۲۰۵، ۲۰۶)

۷۲: سوال: د روژې کفاره څه شی ده؟
ځواب: د رمضان د روژې د ماتولو کفاره داده چی غلام یا منیځه ازاده کړي، که دا ممکنه نه وي لکه نن سبا نو پر له پسې دی دوې میاشتی روژې ونیسي او که ئې یوه وخوړل بیابه ئې له سره ټولی نیسی، او که ئې ددې وس هم نه درلودی نو۶۰ مسکینانو ته دي په ډک نس سره سهار او ماښام ډوډۍ ورکړي.
(نورالایضاح مع مراقی الفلاح: ۳۶۶)

۷۳: سوال: ما د خپلې کفارې روژې نیولې چي میاشتني ناروغي (حیض) راغی اوس څه وکړم؟
ځواب: که چیري پر ښځې باندی کفاره لازمه شي نو د هغې میاشتني ناروغي (حیض) عذر بلل کیږي، دا عذر د هغې د کفارې د روژو پر تسلسل باندی کوم اثر نلري مګر کله چي پاکه شي سمدستي دي روژې بیا پیل کړي.
(طحطاوي: ۳۶۶)

۷۴: سوال: په روژه کي د بې انزاله جماع د روژې حکم څه دی؟
ځواب: که په جماع کي د نر د تناسلي آلې سر(حشفه) پټه شوه نو قضاء او کفاره دواړه شته که انزال وي او که نه وي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۴۴)

۷۵: سوال: په روژه کي مي د بل کس ناړي تیري کړې د روژې حکم مي څه دی؟
ځواب: که د بل کس ناړي تیری کړل شي نو روژه فاسده ده قضاء یی لازمه ده کفاره نشته، که خپلی ناړي پر لاس توک کړي او بیائې تیري کړل شي روژه فاسده ده قضاء یی شته کفاره نشته او که چیری د محبوب ناړي تیري کړل شي نو قضاء او کفاره دواړه شته.
(شامی بیروت ۳/ ۳۴۵، فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۳۳)

۷۶: سوال: په روژه کي خامي غوښی او وریجي خوړل څنګه دي؟
ځواب: د روژې په حالت کي اومې (خامي) غوښې یا اومې وریجي خوړل روژه فاسده وي قضاء اوکفاره ئې دواړه شته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۴۱)

۷۷: سوال: روژه په څه شي مکروه کیږي؟
ځواب: – په روژه کي ناړي ډیرول او تیرول:
د روژې په حالت کي ناړي په خوله کي ډ یرول او بیا تیرول دا مکروه کاردی که څه هم روژه نه په ما تیږي.
(هندیه ۱/ ۱۹۱)

– له کوم عذر پرته د یوشي څکل او ژو ول:
بې له عذره د یوشي څکل او یا ژو ول روژه مکروه کوي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۲)

۷۸: سوال: که په روژه کي د کتغ مالګه وڅکم روژه مي څنګه ده؟
ځواب: که چیري یوه ښځه د کور د خوراک څکه ګوري او مالګه ئې ګوری دا روژه نه ماتوي تر څو تیره نشي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۲)

۷۹: سوال: که و خپل ماشوم ته خوراک په خوله کي و ژووم په دغه حالت کي مي روژه څنګه ده؟
ځواب: که چیری یوه ماشوم ته یوه مور ډوډۍ ژووي او ماشوم ته ئې ورکوي او بله چاره ئې نه وي او دا ژوول شوی شی تیرنشي روژه نه په ماتیږي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۲)

۸۰: سوال: په روژه کي د لب شیرین (Lipstick) او د غاښونو دوا استعمالول څنګه دي؟
ځواب: د روژې په حالت کي د غاښونو دوا استعمالول، د غاښونو رنګ لګول، او پر شونډانو داسی لب شیرین او سرخی لګول چی ونس ته ئې د تلو ویره وي دا ټول مکروه دی او روژه مکروه کوي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۰۴)

۸۱: سوال: په روژه کي د ښځې سره ساعت تیرول څنګه دی؟
ځواب: د ښځې سره داسی ساعت تیرول چی د جماع او یا انزال ویره وي دا ساعت تیرول مکروه دی.
(درمختار مع الشامی زکریا ۳/ ۳۹۶)

۸۲: سوال: د روژې په حالت کي ډیر کار کول څنګه دی؟
ځواب: هر داسی کار چي له هغه څخه داسی کمزوری راشي چي روژه به دا کس خوری دا مکروه دی.
(شامی بیروت۳/ ۳۵۷)

۸۳: سوال: د روژې په حالت کي ګناه کول څنګه ده؟
ځواب: په روژه کي هره ګناه که فعلي وی او که قولي وی دا ټول مکروه دي.
(ترمذی ۱/ ۱۵۰)

۸۴: سوال: په غرغړه کي زیاتوب کول څنګه دی؟
ځواب: د پزي د اوبو په سوڼ کیدو او غرغړه کي زیاتوب کول روژه مکروه کوي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x