دیني، سیرت او تاریخ

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۶)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

يو نړېوال او وتلی کېمياپوه مائيکل ډيټس وايي:
اوبه د خپلو ځانګړتیاوو له کبله د تعامل قبولو د قابلیت په درلودلو سره د ژوند او ځمکې لپاره تر ټولو ښه مایع او نعمت دی۔

د بايوفزيکس (Biophysics) يو پروفيسر هيرلډمورووټز داسې وايي:

په دې څو کلونو کې د اوبو نوی خاصیت پېژندل شوی چې په دې باندې څېړنې او مطالعې هم پیل شوي دي او هغه خاصیت ئې دا دی چې اوبه د بیولوژیکل توان (Biological Power) یوه کېلي ده او کېدای شي چې د ژوند پیل هم له اوبو څخه شوی وي. لنډه دا چې هر څومره څېړنې او مطالعې شوي دي؛ پایله یې دا راوتلې ده چې اوبه د قدرت د ښکلی نظام څومره ښه ښکلي سمون خوري او د مقتضا مطابق دي.
(کائنات کې تخلیق)

د اوبو نورې ځانګرتياوې

د انسان په بدن کې چې وینه په شریانو(Arteries) او یا په وریدو (Veins) کې حرکت کوي او یا په بدن کې کوم جریان لري؛ د هغې زیاته برخه اوبه دي؛ د وینې په حجرو کې چې پروتینونه، هارمونونه او نور بېل شي، نو پاتې برخه يې د وینې پلازما (Blood Plasma) ده چې ۹۵ سلنه یې اوبه دي.

دا د الله جل جلاله ښکلی او درست نظام دی چې د وینې لپاره يې په کافي پیمانه اوبه ټاکلي دي، که چیرې اوبه له دې اندازې کمې شي؛ نو وینه خټه (Viscous) کېږي، چې بیا د داسې وینې پمپ کېدل د زړه لپاره بد عواقب او ستونځې لري او که ډېره خټه شي؛ نو زړه نشي کولای چې وینه پمپ کړي او د دې مطلب دا دی چې دا وینه عروق شعریه (Capillaries) یعنې هغو نریو او کوچنیو رګونو ته چې د وېښته په شان دي، نشي داخلېدلی او پایله یې دا ده چې وینه زموږ ټول بدن ته نه ځي.

د عروق شعریه اصلي دنده دا ده چې اکسېجن، غذایي توکي، هارمونونه او داسې نور شیان د بدن هرې حجرې ته رسوي، چې دا یوه حیاتی دنده ده؛ ځکه د انسان په بدن کې د دې نریو رګونو یوه شبکه موجوده ده، چې د انسان لپاره خورا ارزښت لري، دنده یې هم ډېره مهمه ده او د لوی خدای جل جلاله په قدرت او پوره کمال سره دا شبکه په ډېره ښکلې بڼه غوړېدلې ده. د اناتومي (تشریح الاعضاء) د علم مطابق، د انسان په بدن کې تقریبا پنځه ملیارده دا ډول واړه او نري رګونه شتون لری، که چیرې دا نري رګونه ټول سره یوځای وتړل شي، نو اوږدوالی یې تقریبا ۹۵۰ کېلو متروته رسیږي ا وبل لور ته وینه چې کله له دې نریو رګونو څخه تیریږي او ټول بدن ته ځان رسوي، که چیری اوبه کمې او وینه له غلظت (Viscosity) سره مخامخ شي، نو د وینې نظام او دوران فلجیږي او خپل منظم فعالیت له لاسه ورکوي.

اوس به د وړو رګونو په ارزښت باندې رڼانه واچوو او اصلي موضوع (په اوبوسره روژه ماتول) ته راشو، د روژې په میاشت کې فورا په طبعي ډول سره د انسان تنده زیاتیږی، د روژه ماتې وروسته د تندې جنازه پورته کېږي، د انسان روح په کافي اندازه سکون او اطمینان محسوسوي او یو ځل بیا د انسان ژوند ژواک احیاء کېږی چې دا یو فطري شعور دی.

دا معلومه خبره ده چې یو انسان د روژه ماتي پر مهال دومره اوبه نشي څښلی، لکه په ټوله ورځ کې چې یې څښي، خو دا ټوله ورځ چې یو انسان اوبه نه وي څښلې او وینه یې څه غلیظه شوي وي، نو د ډیر عمر لرونکي او ضعیفه خلک د روژه ماتي پر مهال او یا هم مخکې د ضعف په حالت کې وي، چې د اوبو په څښلو سره يې دا ټولې ستونزې له مینځه ځي، انسان د تازګۍ ا و ښکلي احساس پر ټغر کښېنې او د سکون احساس کوي.

په طب کې دا مسلمه او فطري معادله ده چې کله یو انسان اوبه ونه څښي، نو دی د مایعاتو له کمښت (Dehydration) سره مخامخېږی او کله چې یو انسان په کوم فزیکي کار او یا مزل کولو ډېر تږی شي، د بدن مایعات يې خوله شي او یا یې هم د بدن اوبه، د کلورا یا نسناستي ناروغۍ له امله د بولو او کانګو له لارې ووځي؛ نو انسان له مرګ سره لاس او ګرېوان کیږي، چې د بدن د اوبو داسې کمبود په روژه کې نه راځي، دا
ځکه چې اکثره وخت روژه د (۸- ۱۸) ساعتو پورې وي.

او بله دا چې ټول مسلمان اُمت پېشلمی کوي، چې دا مرګونی حالت دی، خو په هر حالت د اوبو کمښت د پښتورګو او د یېنې د ناروغیو سبب هم ګرځي، چې په روژه ماتي کې د اوبو څښل دغسې ناورین او ناخوالې له منځه وړي او دې ټولو تکلیفونو ته د پای ټکی ږدي او د بدن هر غړی نارمل حالت ته کشوي، دا ځکه چې د انسان ټول بدن بیا ځلې د احیاء لور ته دورمي، نوې ساه پکښې چلیږي او د پوره خوښۍ او سلامیتا احساس کوي.

هغه ناروغان چې د پښتورګو ډبره (Renal Stone) لري، د لږو اوبو په استعمال سره دغه ډبره غټیږي او که چیرې اوبه ډېرې استعمال کړي، نو د پښتورګو تکلیف به یې څه سپک شي، پښتورګي به یې صفاء شي او د بولو سرعت به یې تیز صورت ونیسي، چې دا د ګُردو ډبرو د ویلي کېدو، ټوټه کېدو او وتلو لپاره ډېره ښه زمینه او موقع ده او ډاکتران داسې ناروغانو ته د روژه ماتي پر مهال د اوبو څښلو توصیه کوي.

هغه ناروغان چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي، د هغوی لپاره هم په اوبو سره روژه ماتول اړین دي، دا ځکه چې اوبو ته د ده اړتیا، د عامو انسانانو په نسبت زیاته ده.

هغه خلک چې پښتورګې ئې کمزورې وی، نودپښتورګوفعالیت اوحرکت ئې هم کمزوری دی، اودبولووتل ئې هم ډېرلږصورت نیسی، چې دادوینې لپاره زهردی، دداسی ناروغانولپاره دعسلواوبه(چې عسل اواوبه سره ګډکړل شی) اوروژه په ماته کړی ډېره ښه اوغوره ده۔

د دې خبرې یاد ساتل عموماً هر چا ته اړین دي، چې فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم چې کوم عمل یا پخپله کړی او یا يې هم د هغه حکم فرمایلی دی؛ نو هغه عمل هرو مرو له حکمتونو نه ډک دی، چې دا حکمتونه ورځ په ورځ څېړل کېږي، کتابونه ورباندې لیکل کېږي او د نړۍ ټولو مفکرینو او ساینس پوهانو هم دا منلې ده چې د بشریت د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم په هره وینا او فعل کې ښېګڼې نغښتې دي، نو ځکه د مسلمه اُمت هر وګړي ته لازم دي، چې د امام الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په هر امر باندې عمل وکړي او له نهې نه يې ډډه وکړي، بېله دې چې د دې امر او نهې فلسفې او حکمت ته نظر واچوي.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x