دیني، سیرت او تاریخ

ولي عیسویت او یهودیت په دې ۳۰۰۰ کلونو کي و انسانیت ته ترقي ورنکړه؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

ولې عيسويت او يهوديت په تيرو دری زره کالو کې هغه خدمات ونه شوی کړی چې اوس د عقل په زور په تيرو دری سوه کالو کې وکړل؟

الله جل جلاله چي کومې وحی او استاځي په مختلفو وختونو کي رالیږلي دي، هغه حق وه، او هغه دین په پخپل وخت کي د سوکالۍ، ترقۍ او نېکمرغۍ دین وو، کله چي سیدنا حضرت موسی علیه السلام مبعوث سو، الهی وحي تورات ورکړل سو، بني اسرئل د فرعون له ظلمه خلاص سول، من او سلوا ورته مقرره سوه بني اسرائلو سرکښي پیل کړه،چي اخر یې و یوشع بن نون علیه السلام ته وویل چي ته او ستا خدای دي ولاړ سي او مقابله دي وکړي موږ نه زو، د یوشع بن نون علیه السلام وروسته په تدریجي ډول سره ټول الهي احکام تحریف سول، او ټول په لاسونو ولیکل سول، نو ځکه د انسانیت څخه د ترقۍ او پرمختګ کمبله ټوله سوه.

و بنی اسرائلو ته له ډبرې ۱۲ چینې اوبه راوتلې، هرې قبیلې خپلې اوبه څیښلې چي دا د عقل کار نه دی، او نه یې تاسي کولای سي دا صرف دیوه خدای امر وو، و بنی اسرائلو ته په لویه صحراء (تیه) کي کباب کړي مرغان او هرڅه راتلل، چي دا ستاسو په ناقص عقل سره نه کیږي دا صرف د یوه الله په امر سره کېدل، و بني اسرائیلو ته د نیل رود ۱۲ کوڅې سو، وچ سو، او ټول د رود بلې خواته په ښه ډول سره ولاړه، خو هغه رود وو چي بیا ټول فرعونیان او فرعون یې غرق کړل، دا ستاسو په ناقص عقل سره نه کیږي او دا صرف د یوه الله په امر سره وه او داسي نور…

الله په هغه وخت له بني اسرائلو سره دومرې ښه وکړه، هر ځای اوبه، قصرونه، تختونه، خزانې ددوی په واک کي سول، داچي الهي احکامو ته یې شا کړل نو ځکه هر څه یې د اوبو لاهو سول.

کله چي حضرت عیسی علیه السلام راغئ، ده ۳ کاله تبلیغ وکړ، خو بنی اسرئلو یې یوه خبره نه منل، د الهی احکام انجیل سره یې هیڅ مینه نه وه، حضرت عیسی علیه السلام دوی ته مړي ژوندي کول، چي دا د انسانانو تر ناقص عقل لوړه خبره ده، خو حضرت عیسی علیه السلام د الله په امر سره ژوندي کول، پیدایښي ړانده یې بینا کول، له خټو څخه به مرغه جوړ کړ او بیا به یې ژوندی کړ، ددې ټولو حقایقو علاوه یهود د حضرت عیسی علیه السلام ستر دوښمنان سول، الهي احکام یې شاته وغورځول نو ځکه یې ترقي او پرمختګ یې ونکړ.

یوه بېلګه یې زه درته بیانوم، ساینس پوه ګالیله ( 1564- 1642) چي کله یې خپل ساینسي اختراعات شروع کړل، کلیسا په تیلو کي ویشوی او ختم یې کړ، چي په همدغه وخت کي د ساینس او مذهب تر مڼځ ټکر پیدا سو، اصلاً په الهي تورات، انجیل او زبور کي دا نه وه راغلي چي تاسی هغه څوک له منځه یوسئ ، کوم چي د ټولنې ته ترقي او پرمختګ ورکوي.

اوس چي موږ ګورو ټوله بایبل د ساینس سره په ټکر کي دی، داچي قرآنکریم یو الهي کتاب دی تر ۷۰۰ اضافه ایاتونه د ساینس په هکله دي، چي په لکونو انسانان ورڅخه اغیزمن او په اسلام مشرفه سویدي، لکه نړیوال ساینس پوه موریس بوکائي او داسي نور…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حبیر صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! لیکنی مو په ډیره مینه او دقت لولم ،تر دی چه مجبور شم څه ورسره زه هم ور زیات کړم : کشکی تاسی د یهودیت او عیسویت په ځای د یهودانو او عیسویانو نوم لیکلی وی، مثبتی لاسته راوړنی خو پریږده مظلوم بشریت د همدی له لاسه په سره تپی وریت شوی او وریت کیږی . عیسویت ، یهودیت او اسلام یو له بله سره د ځنځیر کړۍ جوړوی داسی هم ویلای شو چه یهودیت خپل وخت او عیسویت خپل وخت کی د هماغه وخت د اسلام یوه برخه او الهی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x