افغانستان

ننګرهار: د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ  کې د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ څو ساعته خونړۍ جګړه شوې ده.
دا جګړه چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په فارم چهار سېمه کې ونښته، کابو شپږ ساعته یې دوام کړی او دواړو خواوو ته پکې مرګ-ژوبله اوښتې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې شپږ ساعته جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو یو ټانګ او درې عرادې ځانګړې موټرسایکلونه د ماینونو په مټ له منځه وړي او لږ تر لږه ۷ امریکايي پوځیان یې پکې وژلي.
د ده په خبره ، د جګړې سیمي ته د امریکايي ځواکونو اړوند امبولانس چورلکې را رسېدلې او خپل مړي او ټپیان يې پکې ولېږدول.
ښاغلی مجاهد زیاتوي،چې له جګړې وروسته امریکايي ځواکونو په سيمه کې هوايي بریدونه پیل کړي او سېمه یې بمبار کړي، چې په پایله کې یې د دوی ۷ ملګرو ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.
بل پلو خبرپاڼه ادعا کوي، چې د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ټانګ د سړک غاړي ماین چاودنه شوې او ۶ تنه عسکر پکې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x