دیني، سیرت او تاریخ

داسلام نه مخکي دوره کي دښځي مقام

حقيار لوګری

داسلام نه وړاندې دورې څخه مراد دا جاهليت هغه زمانه ده، کومه چي په خاص ډول عربو او عامو ډول ټولو انسانانو پکي ژوند کاوه، په کومه کي چي انسانان له پيغمبرانو او دهدايت او ښيکڼي له لارو نه بي برخي وه نو لکه څنګه چي په حديث کي راغلي:

الله د دوي حال ته وکتل او پرته له ځينو اهل کتاب نه پر نورو ټولو عربو عجمويي خپل غضب نازل کړ.

او ښځي پدې وخت کي خصوصا په عربۍ ټولنه کي په يوه مشکل او سخت وضعيت کي ژوند کاوه – ځکه چي دهغوي به ښځينه اولاد نه خوښيدل – او ځينو به هغه ژوندې ښخوله تر څو تر خاورو لاندې مړه شي – او ځينو نورو (چي به پريښودله).

نو په ژوندې کي به يي خواره او ذليله ساتله لکه څنګه چي الله تعالي فرمايي په سورة النحل کي (58) (59) ايتونو کي راغلي دي:

ژباړه: او کله چي لدوې نه يوه ته دلور زيرې ورکړشي نو مخ يي تور واوړه او له غوسي نه ډک شي له خپل قوم او خلګو نه پټيږې دهغه بد زيرې په خاطر نه پوهيږې چي ايا دا لور په سپکوالي له ځان سره وساتي او که يي ژوندۍ په خاورو کي ښخه کړې نو دا ډيره بد فيصله ده کومه چي دوي يي (دالله ج په باره کي) کوې
او الله په سورة التکوير کي (8) (9) ايتونو کي فرمايي:

ترجمه: او کله چي له هغي لور نه چي په ژوندون ښخ شوې وه پو ښتنه وشي (چي)په کومه ګناه ښخه شوې وه الموؤده =هغه انجلي ته وايي کومه چي ژوندې په خاورو کي ښخه شي تر څو هلته مړه شي
او چي کله (به ښځه )له ښخيدلو نه بچ شوه نو ډير داخوارۍ او سپکوالي ډک ژوند به يي وو چي له خپلوانو نه به يي څوک مړشو نو دا به يي دميراث نه محرومه وه:که څومره زيات مال به يي هم وو او که څومره به دا غريبه او مسکينه هم وه ځکه هغوې به ميراث يواځي نارينه وو ته ورکاوه نه ښځو ته بلکه ښځه به له خپل خاوند نه دده دنورو اموالو په شان په ميراث پاتي کيده او ډير زيات شمير ښځو به ديوه خاوندسره ژوند کاوه ځکه چي هغوې به بيله کوم حداو اندازي نه ښځي کولي بيله دي چي دهغو مشکلاتو او ظلم اوتيرې په باره کي فکر وکړې کوم چي به د دوې ښځو ته په همدې خاطر رسيدلو.

دښځي مقام په اسلام کي
کله چي اسلام راغي نو دا ټول ظلمونه يي له ښځي نه لرې کړل او دهغي انساني کرامت او اعتبار يي بيا را ژوندې کړ.

(الله ج فرمايي)(سورة الحجرات ايت 13)

ترجمه: اي خلګو ما تاسو له نر او ښځي نه پيدا کړي ياست، نو په دې ايت کي الله ج فرمائلي دي چي ښځه دانساني ارزښت په لحاظ له نارينه سره شريکه ده لکه څنګه چي دعمل په ثواب او عذاب کي له هغه سره شريکه ده.

(الله ج فرمايي په سورة النحل کي ايت نمبر 97)
ترجمه: دنر او ښځي نه چي څوک نيک عمل وکړې په داسي حال کي چي مومين وې نو هغه ته به په دنيا کي مونـږ ښه ژوند ورکړو او په اخرت کي به خامخا ددوي دنيکو عملونو اجرونه او ثوابونه ورکړو.

(او الله ج فرمايي سورة الاحزاب ايت نمبر 73)

ترجمه: ددې لپاره چي الله منافقو نرو او ښځو ته او مشرکو نرو او ښځو ته عذاب ورکړي.

او الله ج لدې نه منعه کړيدې چي ښځه دميړه په موروثه مال کي وشميرل شي.

(الله ج په فرمايي په سورة النساء کي ايت نمبر 19)

ترجمه: اي موءمنانو تاسو ته روا ندې چي ښځي په زور سره دميراث په توګه واخلي.

نو اسلام ښځي ته دهغي دشخصيت استقلال ورکړ او دا يي دميراث اخيستلو مستحقه وبلله
نه دا چي بل څوک يي دميراث په توګه واخلي او وهغي ته يي دخپلو خپلوانو په ميراث کي حق ورکړ
(الله ج فرمايي په سورة النساء کي ايت نمبر 7)

ترجمه:دنارينه وو لپاره په هغه مال کي چي مور او پلار او (نورو) خپلوانو (ميراث) پري ايښي وي حق دي او دښځو لپاره په هغه مال کي چي مور او پلار او (نورو) خپلوانو (ميراث) پرې ايښي وې حق دي که دا (مال) لـږ وې او که ډير (دا دالله ج له طرف نه ) فرض شوې او ټاکل شوې حصه ده.

(الله تعالي فرمايي په سورة النساء کي ايت نمبر 11)
ترجمه: الله تعالي تاسو ته ستاسو داولادونو په باره کي وصيت (امر) کوې چي دنر برخه (په ميراث کي) ددوو ښځو په اندازه ده او که چيره ښځي له دوو نه زياتي وې نو هغوې لره دموروثه مال له درو حصو نه دوي حصي دي او که يوه ښځه وه نو دهغي حق (دموروثه مال څخه) نيمه حصه ده.

او نور داسي ايتونه چي دمور او لور خور او ميرمني په حيث دښځي دميراث اخيستلو په باره کي راغلي دې
نور بـــيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x