
کوټه: درې پولیس وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان ایالت په پلازمینه کوټه کې درې پولیسو په ډزو وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم نن د یک شنبې په ورځ د کوټي ښار پر سریاب روډ باندي پر موټر سایکل سپرو کسانو د پولیسو پر پوستې ډزي کړي دي چې له امله یې دوه تنه عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي او د یو تن ټپي شوي دي.
سریاب روډ د کوټي په ښار کې د بلوڅانو سیمه بلل کیږي او د کوټي ښار تر ټولو لوی سړک دی، ددغه سړک د چکي شاهواني په سیمه کې د پولیسو پر پوستې ډزي شوي دي.
د بلوچستان لومړي وزیر ثناء الله زهري دغه پېښه غندلې او د قربانیانو د کورنیو سره یې غمرازي شریکه کړې ده.
باید وویل شي چې د روانې جون میاشتې پر ۵مه هم د موټر سایکل سپرو له خوا د کوټې ښار په سپیني روډ باندي ۲ شیعه ګان ووژل شول.