شعـــــرونه

غزل/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

د لاس په رغو دې انځور رسموم
د هرې ګوتې زخمي بند ته ګورم

پرې مې ليکلې ستا نامه جانانه
هر شيبه مې مات مړوند ته ګورم

د ټپې تورو دې سيکې واغوستې
په ټيټو سترګو دې ميهند ته ګورم

ملالې وږم دې خرڅ شوى ده نن
ځکه شرميږم چې ميوند ته ګورم

وخت يم بار کړى د مرګ کلي ته ځو
د منزل ورنه د پاى ژوند ته ګورم

افسوس افسوس ستا خاتمې ته باسم
خفه خفه ستا نيز او اند ته ګورم

ستا تيروتنو څخه پند اخلم
شمه خوا بدى چې ستا ګوند ته ګورم

عزيزه! شمارم د خوږ زړه زخمونه
د خپل ګنډلي داغ پيوند ته ګورم
ــــــــــــــــــــــ
عزيزالله حسيني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x