شعـــــرونه

د جانان خدرخېل نوی غزل

جانان خدرخېل

ولس څوک دی! ولس زه یم، ولس ته یې
طالب څوک دی! طالب ته یې، طالب زه یم

عسکر څوک دی! عسکر ستا او زما ورور دی
وطن څه دی! خو زما او دا ستا کور دی

جهاد څه دی! جهاد خپل سر ورکول دي
او په وینو د هېواد او دین ساتل دي

سوله څه ده! سوله داسې یو ژوندون دی
چې له مینې او له عشْق سره تړون دی

باچا څه دی! باچا داسې پیره دار دی
زموږ سر او مال به ساتي، دا یې کار دی

خاوره څه ده! خو ټاټوبی ده او ګور ده
او ناموس ده، خاوره خور ده، خاوره مور ده

پښتون څه دی! پښتون تیږه، پښتون غر دی
ملا څه دی! خو وارث د پیغمبر دی

پښتو څه ده! پښتو مسته درخانۍ ده
زرغـونه ده، مـلالۍ ده ـ میـوندۍ ده

تاریخ څه دی! خو ویاړونه جوړول دي
او سرونه ورکول، سنګر ګټل دي

جګړه څه ده! خو د خپل کور ورانول دي
یا د پلار او یا د ورور، یا ځان وژل دي
ــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۵/۱۲/۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x