افغانستان

ملي تدراکاتو کمېسیون د درې نیم میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل):  د ملي تدارکاتو کمېسیون نن یکشنبه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د درې نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون د « هند څخه د ۱۳۸ مټرک ټن غنمو د انتقال قرارداد؛ د کابل دارالامان ساحې د اداري کمپلیکس ماسټر پلان طرحې او ډیزاین لپاره د مشورتي کمپنۍ استخدامول؛ د کابل ښار د پلان ګذارۍ، طرحې او ډیزاین پروژې د قرارداد تعدیل؛ د پېروزي ښارګوټي استوګنیزو بلاکونو لپاره د سړک جوړونې قرارداد تعدیل؛ د لغمان ولایت څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې د ۲۰ کیلو مترو په اوږدو د سړک د پروژې قرارداد لومړۍ برخه په مشروط ډول منظوره شوه؛ د تخار ولایت د اشکمش له ۴۱ کیلو مترۍ څخه تر ۵۱ کیلومترۍ پورې د سړک د جوړولو د قرارداد لومړۍ برخه په مشروط ډول منظوره شوه؛ د مزارشریف ښار د داخلي سړکونو د مودې تمدید او اضافه کاري؛ د مالیې وزارت او ګمرکونو لپاره دځیرک سېسټمونو تدارک؛ د ملي اردو واحدونو او قول اردوګانو د اړتیا وړ د خوراکي توکو لپاره د سون لرګیو تدارک او د اریانا افغان هوایي شرکت خوراکي توکو د برابرولو قرارداد» منظور کړل.

د خبرپاڼې له مخې د ملي تدارکاتو کمېسیون د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند د لېلیو او مرکز کادري روغتونونو د اړتیا وړ د دوه قسمه ډوډۍ د قرارداد د فسخې وړاندیز؛ چې د قراردادي شرکت لخوا د قرارداد د تعهداتو په پام کې نه نیولو او محصلینو ته بې وخته او بې کېفیته ډوډۍ راوړلو په وجه منظور کړ او پرېکړه وشوه چې نوموړی شرکت دې جریمه، د خسارې جبران او د محرومیت تر پروسې لاندې ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x