
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نشيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت سره د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې دغه وزارت په هلمند او زابل کې د ۳۵ او ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په دغو دوه ولایتونو کې لوبغالي ودانوي.
کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نشيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت به پر دې سربېره له افغان کرکټ بورډ سره په مختلفو ولایتونو کې د لوبغالو او اکاډمیو په جوړولو کې مرسته کوي او پانګونکي به له کرکټ سره مرستو ته راجلبوي.
د دې مقابل کې به د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د هوکړې له مخې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې له پروګرامونو ملاتړ کوي او له یاد وزارت سره به په ګډه د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کوي.