افغانستان

سراج الدین حقاني د کابل وروستی بریدونه وغندل / غږیږ

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني په کابل کې وروستی لویه چاودنه او بیا په جنازه کې چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي او ویلي چې هیڅ کله د ولس په منځ کې چاودنې نه کوي.

باید وویل شي چې ګډحکومت د کابل وروستی خونړۍ پيښې د حقاني نیټورک او پاکستان آی ایس آی کار وباله.

حقاني وویل چې اسلامي امارت دغه ډول بې رحمانه وژنې او چاودنې هر وخت غندي ، خو د کابل حکومت ددې لپاره چې د ملت په منځ کې د طالبانو پر ضد کرکه او نفرت زیات کړي، د طالبانو د بدنامولو لپاره دغه پيښې پر اسلامي امارت تپي.

حقاني وویل: « الله دي نه کړي چې زمونږ او ملت تر منځ دداسي پيښو له امله بیلتون راځي، مونږ د خپل ملت د هر تکلیف او قربانۍ ډېر شکر ګزاره یو، داسي نه ده چې مونږ ددوی قربانۍ هیرې کړې».

حقاني په خپل غږیږ پيغام کې ویلي چې مونږ جهاد د ملت په همکارۍ باندي شروع کړی دی.

نوموړي وویل چې مونږ تل خپل جنګیالي متوجه کړي او د ولس د غږ اوریدلو ، د ملکي تلفاتو کمولو په خاطر او همداسي د تعلیم او تربیې لپاره ځانګړي کمیسونونه جوړ شوي دي تر څو د افغان ولس ستونزي کمي او حقوق یې خوندي شي.

نوموړي وویل چې د «اسلامي امارت» پوره نظام دی، په دغه نظام کې د ملت ټولو ستونزو ته توجه شوې ده او هڅه کوي چې په موجوده اشغال کې د افغانستان ولس ستونزې څومره کمي شي.

حقاني وویل چې په تیرو ۱۵ کلونو کې اشغالګرو زمونږ پر هیواد یرغل کړی، ددوی پر ضد جهاد روان دی، په دغه موده کې په زرګونو افغانان وژل شوي دي.

سراج الدین حقاني وړاندي د کابل حکومت یو لاسپوڅی نظام وباله او امریکا یې په دې تورنه کړه چې د افغان ولس تر منځ یې د قومي، سمتي او مذهب تعصب لپاره تخم شیندلی او غواړي چې افغان ولس په خپلو کې سره پر قومونو وویشي او په ښکاره ډول د ورور قومونو تر منځ جګړو ته لاره هواره وي.

سراج الدین حقاني وویل چې د طالبانو جنګیالي ناداره او لا چاره دي، د خپل ملت په خواخوږۍ او همکارۍ «جهاد» کوي، هغوی د هیڅ چا په لمسون او غوښتنه خپل ځانونه نه قرباني کوي، ټوله نړۍ په یوه صف کې د اسلامي امارت پر ضد ودریدله او داسي حالات را روان دي چې نړۍ ټوله پر دې متفقه شوي چې اسلام او افغانیت باید چې په هره توګه ممکن وي، باید له منځه یوړول شي.

نوموړي وویل چې زمونږ جهاد به داسي بریالی کیږي لکه څرنګه چې د روسیې پر ضد بریالی شو او بیا به همدا ولس د امریکا د ماتې جشنونه لمانځي او هر افغان به باندي ویاړي.

https://soundcloud.com/user-632914749/xs6s0iamh6yd

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x