
نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق وايي چې په کابل کې وروستیو چاودنو پانګوالو او متشبثینو ته شاخوا ۳۰ میلیونه ډالره زیان اړولی او خصوصي سکتور هره ورځ په سرکونو د خېمو درولو له کبله ۲ میلیونه ډالر اقتصادي ضربه ګوري.
د خصوصي سکتور استازو، صنعتکارانو، متشبثینو او پانګوالو نن ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
په دې کتنه کې خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازیتوب وویل، چې په کابل کې وروستی برید په حقیقت کې په خصوصي سکتور برید وو، چې د لومړنیو ارزونو له مخې په کې پانګوالو او متشبثینو ته ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
الکوزي د کابل ښار واټونو کې د خېمو ودرولو ته په اشارې وویل، دا مدني حرکت او د ولسواکۍ اصل نه دی چې د خپلو حقونو په پلمه د نورو حقونه متضرر او تر پښو لاندې شي.
هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور د دغو معترضینو له امله هره ورځ دوه میلیونه ډالر زیان ویني.
د کابل په وزیراکبر خان کې تر درنې چاودنې وروسته احمدضیاء مسعود، لطیف پدرام او د جمعیت د ګوند لسګونه پلویانو د کابل ښار په لویو سرکونو د اعتراض په پلمه خېمې درولي چې له کبله یې کابل ښاریان له خورا ستونزو سره مخ دي.
حکومت تر دې دمه د دغو خېمو د لرې کولو لپاره د پاموړ اقدام نه دی کړی.