افغانستان

د هیواد په جنوب کي د ناټو عسکر وژل شوی

نن ټکی آسیا: ایساف وایی تیره ورځ 2014-2-15 ددوی یو عسکر د افغانستان په جنوبي برخه کی د یوې چاودني په ترڅ کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایساف مطبوعاتي دفتر د وژل شوی عسکر هویت نه دی څرګند کړی، او نه یې هم د پيښي دقیق ځای څرګند کړی.

باید وویل شي چي په روانه میاشت کي د اسوشیتد پریس په حساب تر اوسه ۵ بهرني سرتیري وژل شوي دي، او د کال ۲۰۱۴ له پيله څخه دغه شمېره ۱۲ تنو ته رسیدلې.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي په وار سره د بهرنیانو په زیات شمېر د وژنو خبرونه ورکړي، په یوه ویډیو کي چي د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالۍ کي ترتیب شوې وه، د امریکایانو یو سپۍ او یو شمېر وسلې طالبانو ښکاره کړلې، چي په اړه یې ویل دوی د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کي نیولی، او یو شمېر فوځیان یې په دغه جګړه وژلي وه.

تیره ورځ هم ذبیح الله مجاهد وویل چي دوی د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کي د امریکایانو سره په یوه اوږده جګړه کي ۷ تنه عسکر وژلي، او د هغوی یو شمېر وسایط له منځه وړي دي، نوموړي په دې جګړه کي خپل د اوه تنو طالبانو د وژني راپور هم ورکړی وو.

تیره ورځ طالبانو هم د افغانستان څخه د روسي ځواکونو وتل ولمانځل، او دا ورځ یې یو یادګاره ورځ وبلل، او پر افغانانو یې غږ وکړ چي د هغه ورځي جهاد او د نن ورځي جهاد هیڅ فرق نه لري، که نن امریکایانو هیواد اشغال کړی دی، همداسي پرون رسانو اشغال کړی وو، هغوی زمونږ هیواد را برباد کړ، او زمونږ خلګ یې په ضد په میړانه ودریدل، او هیواد یې له هغوی څخه ازاد کړ، او هغوی یې شرمېدلي له هیواده وشړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x